په پاکستان کې د ټي.ټي.پي وسلهوالې ډلې لخوا پر پوځي اهدافو د بریدونو او ناامنیو له زیاتېدو او له دې ډلې پر افغانستان د ملاتړ له تورونو وروسته، اوس دغه هېود غواړي، د یوې نوې تګلارې په کارولو دغه ډله له داعش هغې سره ورته معرفي کړي.
د پاکستان اکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د خپلو دولتي موثقو سرچینو له ادرسه په تازه راپور کې لیکلي، پاکستان غواړي داعش او ټي.ټي.پي ډلې د ماهیت له اړخه سره ورته معرفي کړي، نړیوال ملاتړ ترلاسه او له دې لارې د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار زیات کړي.
د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې راپور یوه برخه:« پاکستان نړیوالې ټولنې ته دا ویل غواړي، چې د ټي.ټي.پي او داعش ډلو ترمنځ هېڅ راز توپیر نشته. له دې اقدام سره پاکستان غواړي د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو ملاتړ ترلاسه کړي.»
راپور کې ویل شوي وروسته له هغې چې له ټي.ټي.پي سره د مبارزې په برخه کې پاکستان له نړیوالې ټولنې مثبت زېګنال ترلاسه نه کړی اوس دغه هېواد غواړي د ټي.ټي.پي پر وړاندې نوې ذهنیت سازي رامنځته او نړیواله خواخوږي ترلاسه کړي.
د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې راپور یوه برخه:« د پاکستان د دې کار تر شا اصلي موخه دا ده، څو نړیواله ټولنه قانع کړي، چې ټي.ټي.پي د داعش ډلې په څېر خطرناکه ډله ده. پاکستان هیله لري، چې نړیواله ټولنه د ټي.ټي.پي پر فعالیتونو سترګې پټې نه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي ټي.ټي.پي او داعش دوه جلا وسله والې ډلې یادوي چې د رامنځته کېدو ماهیت او فلسفه یې له یو بل سره په بشپړ ډول توپیر لري.
د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« هغه طالبان چې په پاکستان کې جنګ کوي، هغه له مدني حقونو محروم انسانان دي او همدغسې حقوق غواړي لکه څنګه چې د پاکستان نور اتباع لري. هلته واقعا خلکو سره د مور او میرې چلن کېږي. دا خلک ( ټي.ټي.پي) په بنیاد کې له داعش سره توپیر لري.»
دا په داسې حال کې ده چې په راپور کې یو ځل بیا تور پورې شوی چې کواګې ټي.ټي.پي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له دې لارې دننه پاکستاني پوځي اهداف په نښه کوي، هغه ادعا چې اسلامي امارت په کلکه رد کړې او له پاکستاني لوري یې غوښتي چې د ورته بېځایه تورونو پر ځای دې خپل ټول پام د امنیت ټینګښت ته واړوي.