Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ختیځ زون کې روغتیايي خدمات د تېر پرتله زیات شوي

په ختیځ زون کې روغتیايي خدمات د تېر پرتله زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/28

د افغانستان ختیځ زون ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونه چې تېرو جګړو په کې ډېرې برخې زیانمنې کړي، خو روغتیا برخه کې بیا پرمختګونه شته دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون مسوولین وایې، په وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ او مالي مرسته د روغتیا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي.

د ننګرهار حوزوي روغتون رئیس ډاکټر عطاء الله شینواری وايي:« زموږ له ګاونډیو ولایتونو یوازې د ننګرهار عامې روغتیا د جراحي څانګې ته ناروغان مراجعه نه کوي بلکې د افغانستان له کوټ کوټ څخه ناروغان راځي. له هر ولایته ناروغان راځي، له تخار ولایت راځي، له کندوز ولایت راځي، له کابل ولایت راځي، له لوګر ولایت راځي، له کاپيسا ولایت راځي، له بېلابېلو ولایتونو دلته ناروغان راځي او دلته ورته خدمات ترسره کېږي. په ۲۴ ساعتونو کې دلته له ۴۰ تر ۶۰  ناروغان عملیات کېږي.»   

د ننګرهار حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر نورالله احمدزی وايي:« له نړیوالو موسسو مو غوښتنه دا ده چې د روغتون په پراخوالي کې، د بسترونو په زیاتوالي کې، د پرسونل په زیاتوالي کې، همدارنګه د درملو په زیاتوالي کې او د طبي وسایلو په زیاتوالي کې اړینه همکاري وکړي.»  

د ننګرهار او کونړ ولایتونو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي،  اوس مهال یوازې په  دغو دوو ولایتونو کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې روغتیايي مرکزونه او د میلیونونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل لري؛ خو بیا هم هڅه کوي خدمات لا ښه او معیاري کړي.

د ننګرهار حوزوي روغتون ته چې له ځېنو نورو ولایتونو هم ناروغان  د درملنې لپاره ور وړل کیږي، ډاګټران د مراجعینو شمېر ته په کتو وايي، شته امکانات بسنه نه کوي.

دوی ټینګار کوي چې روغتیا نړیوال سازمان او نور بنسټونه دې د درملو، طبي وسایلو او اړونده نورو روغتیایي برخو کې خپلې مرستې لام ډېرې کړي.

ډاکټر یما دولتزی وايي:« په آی.سي.او څانګه کې شاوخوا ۱۰ بستره دي چې هر ډول خدمات په کې وړاندې کېږي. موږ ته هغه ناروغان راځي، کوم چې د روغتون په نورو برخو کې د درملنې وړ نه وي.»

ولایتي روغتونونو کې بسترناروغان او پایوازان یې له روغتیايي خدمتونو رضایت ښيي او له ناروغانو سره د  درملو ډېرولو غوښتنه کوي.

یو تن ناروغ وايي:« عملیات مې همدلته ترسره شو. پنځه یا شپږ ورځې کېږي، چې دلته راغلی یم. انشاء الله اوس مې ټپونه هم ښه دي او درد نه لري. خدمات ډېر ښه دي.»   

د مالوماتو له مخې، دا مهال د لغمان او نورستان ولایت له روغتیايي مرکزونو سربېره د ختیځ زون په کونړ ولایت کې ۱۰۲ او په ننګرهار کې بیا ۲۷۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي  او هره ورځ په سلګونه ناروغان ورته مراجعه کوي.

 په  ټوله کې غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره دې نړیوال بنسټونه  د روغتیايي مرکزونو، درملو او د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونه کې خپلې همکارۍ او مرستې دوامداره او لا ډېرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist