• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان بار وړونکو موټرچلوونکو ته د ویزې اخېستو لپاره دوې اوونۍ وخت ورکړی

پاکستان بار وړونکو موټرچلوونکو ته د ویزې اخېستو لپاره دوې اوونۍ وخت ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/18

سره له دې، چې وار له مخې هم پاکستان د بندرونو په تړلو او د سفر اړوند اسنادو په جبري کولو سره دې هېواد ته د افغانانو سفر سخت کړی، ترڅنګ يې د لویو بار وړونکو موټرچلوونکو ته هم مهلت ورکړی، چې راتلونکي اپريل له پيله بايد پاکستان ته د داخلېدو پر مهال د دې هېواد ویزه ولري.

له وړاندې هم پاکستان په وار وار د ویزې په پلمه د افغاني محصولاتو پرمخ خپلې ټرانزيټي لارې تړلي او په دې توګه يې افغان سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اړولی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت بيا د يادې پرېکړې په اړه د اعتراض ترڅنګ هيله‌مندي ښودلې، چې د پاکستان له نوي حکومت سره په تعامل کې د یوه منظم میکانېزم له مخې به دا ستونزه حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « دا خو واضح خبره ده چې د سوداګرۍ لار که تړل کېږي موږ چې څومره زیان کوو پاکستان یې هم کوي، ځکه پاکستاني سوداګري د ټرانزیټ یوه لویه برخه ده او دا ټرانزیټ له افغانستانه په تورخم روان دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی ډېر اموال تبادله کېږي، چې په دوی کې بیا خپله د دوی سوداګر زیانمن کېږي او همداسې زموږ سوداګر هم؛ خو موږ بیا نورې بدیلې لارې هم پیدا کړي نو پاکستان خپله ډېر زیانمن کېږي او موږ غواړو چې نه د پاکستان سوداګر زیانمن شي او نه د افغانستان، ځکه سوداګر د ټولنې خدمتګار دی او دوی باید د سیاست قرباني نه شي.»

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، حکومت مسوول دی چې له سوداګرو سره د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او په خبره يې که ستونزه حل نه شي، له مالي پلوه د سوداګرو د زيانمنېدو احتمال شته.

د پاک افغان سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزی وايي: « دا چې سوداګر ته څومره زیان رسېږي، صنعتکار ته څومره زیان رسېږي د دې وړاندوینه نه شي کېدای، تېر ځل هم په ۱۰ یا ۱۲ ورځو کې ۱۶میلیونه ډالر زیان موږ ته واوښت او اوس هم که دا لاره بنده شي نو له ډېرو جدي ستونزو سره به مخ شي، موږ د خپلې ادارې، خونو او خصوصي سکټور د مشترکو خونو له لارې اړیکې نیولې او اوس هم په اړیکه کې یو، موږ ته ویل شوي چې د روژې تر پایه به کومه ستونزه پیدا نه شي خو د دې لپاره باید تاسې لاره پیدا کړئ او حد اقل ډریو باید پاسپورټ ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دواړو هېوادونو ته په کار ده، چې له انعطافه کار واخلي او په خبره یې که له پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزيټ کې موجوده ستونزې حل نه شي، نو سرپرست حکومت دې بالمثل عمل تر سره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محيب‌الله شريف وايي: « که چېرې پاکستاني چارواکي افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته کوم وخت چې ټاکلی، دا ونه غځوي او له دې شرطه تېر نه شي چې پاکستان ته اوښتونکی هر ډرایور او کلینر به ویزه او پاسپورټ لري؛ نو زما په نظر په دې ډول به د افغانستان او پاکستان ترمنځ، بلکې له افغانستانه به سویلې اسیا ته سوداګري ډېره ټکنۍ شي او ترڅنګ به یې افغان حکومت هم بالمثل کار وکړي او له هر پاکستاني ډریور او کلینره به ویزه او پاسپورټ وغوښتل شي.»       

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې پاکستان د خپل امنیت خوندیتوب په بهانه د عامو افغانانو په شمول پر افغان موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزې درلودل جبري کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist