Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: خراب اقتصادي وضعیت او دوامداره بحرانونو د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړې

نړیوال بانک : د افغانستان صادراتو کې پنځه سلنه کموالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/13

نړیوال بانک د هېواد اقتصادي څارنې په برخه کې خپل تازه راپور خپور کړی، چې په کې د افغانستان د صادراتو او واردتو د کچې  ارزونې سربېره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم  د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له ۲۲مې، د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر ۲۱مې پورې ارزول شوی دی.

راپور کې ویل شوي،  په دې موده کې له افغانستانه په صادراتو کې پنځه سلنه کموالی راغلی، چې اصلي لامل یې پاکستان ته د ډبرو سکتورو ۸۷ سلنه کموالی دی؛ خو له تازه میوو سربېره د خوارکي توکو اووه سلنه او د ټوکرو د صادراتو ۵۲ سلنې زیاتوالي په یو ډول دغه نقصان جبران کړی.

دغه راز راپور کې ویل شوي، د روان کال تر جنورۍ میاشتې د هېواد د وارداتو کچه له ۶۰۰میلیونه ډالرو ۸۳۰میلیونه ډالرو ته پورته شوې چې ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور یوه برخه:« د افغانستان صادراتو کچه د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې ۱۴۰میلیون ډالرو ته رالوېدلې په داسې حال کې چې د صادراتو دغه کچه یو کال وړاندې په همدې میاشت کې ۱۴۸میلیون ډالرو ته رسېده.»

په راپور کې وړاندې راغلي، په دې موده کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم رالوېدلی.

د راپور یوه برخه:« د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې، افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ۵.۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵سلنه، د چنايي یوان پر وړاندې ۱۳سلنه، هندي کلدارو پر وړاندې ۵.۲سلنه او د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې ۶.۳سلنه ټیټه شوې.»

خو له دې هرڅه سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین د نړیوال بانک د راپور خلاف په تېر ۲۰۲۳ز کال کې د صادراتو د کچې لوړوالي خبره کوي.

دوی په تېر زېږدیز کال کې یې بهر ته ۱.۹ میلیارده ډالر چې دوه سلنه زیاتوالی ښيي صادرات کړي، چې اصلي توکې یې کرنیز هغه دي.

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د هېواد د صادراتو په کچه کې راغلی کموالی د هېواد د اقتصادي سکټور پر زیان بولي.

راپور په یاده موده کې په ټول هېواد کې راټول شوي عواید ۱۸۹میلیارد افغانۍ ښودلي، چې ټاکلي هدف ته د رسېدا لپاره دوه سلنه کموالی خو د تېر مالي کال په پرتله ۵.۶سلنه زیاتوالی ښيي، چې اصلي لامل یې د کمرګونو ټیټ مالیات، د کمرګونو ډېر کله بندښت او بهر ته د ډبرو سکتور د صادارتو کمښت په ګوته شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist