Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملي تدارکاتو کمېسیون بېلابېلو سکټورونو کې لسګونه پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون بېلابېلو سکټورونو کې لسګونه پروژې منظورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/12

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د هېواد پر کچه ۱۴۲ بېلابېلې نوې او نیمګړې پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې د ۴۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت منظورې کړې دي.

د یادې مرستیالۍ په خبره، یادې ټولې پروژې د ازادې دوطلبۍ له لارې په پوره روڼتیا سره اعلان ته سپارل شوي، چې له مخې به یې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

اقتصادي مرستیالۍ زیاتوي: « د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا د ۴۰ ملیاردو افغانیو په ارزښت ۱۴۲ بېلابېلې او نیمګړې پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوې دي. دا پروژې د روغتیا، برېښنا، ټرانسپورټ، کرنې او د کلیو پراختیا، مخابرات، بنسټیز سکټور او د څښاک اوبو او د ښارونو اړوند بنسټیزو خدمتونو د سکټورونو په برخه کې دي، چې په تطبیق کې به یې د کورنیو تولیداتو کارولو ته لومړیتوب ورکړل شي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وایي، حکومت هڅه کوي چې د یادو پروژو لپاره کافي بودیجه ځانګړې کړي، ځکه دا ډول پروژې د اقتصادي ودې لامل کېدای شي. 

نظري زیاتوي: « هغه پروژې چې د ملي تدارکاتو له لوري منظور شوې، ټولې د خلکو ستونزو د له منځه وړلو او ځان بسیاینې ته د هېواد د رسېدنې لپاره دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې دې پروژو ته بودیجه په پام کې ونیسي، په ځانګړې توګه د بیخ بینايي پروژو برخې ته چې کولی شي د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره ګټورې تمامې شي.»

د اقتصادي چارو شنونکو په اند، دا پروژې به د افغانستان اقتصادي اړتیاوې په نسبي توګه پوره کړي او له اقتصادي بحران سره مخ افغانستان به د ځان بسیاینې لور ته سوق کړي.

د اقتصادي چاروشنونکی محب‌الله شریف وايي: « تر ټولو مهمه یې په روغتیا، د کلیو پراختیا ترڅنګ یې پرېښنا، مخابراتو او همداراز د ښارجوړونې او د څښاک پاکو اوبو په برخه کې به دا نه یوازې دا، چې د افغانستان اوسنۍ اړتیاوې به تر یوه حده پورې کمې کړي، بلکې د خلکو لپاره به په بېلابېلو برخو کې کاري زمینې برابرې شي او خلک به دندې وموندلی شي، ترڅنګ به یې دغه ټولې پروژې د کال په پای کې د افغانستان د ملي اقتصاد د پراختیا او ځان بسیاینې لپاره تر ټولو مهم ګامونه وبلل شي.»

 د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وايي: « خلکو ته به کاري زمینه برابره کړي، د ابادۍ په برخه کې به ښه رول ولوبوي او ناوړه اقتصادي وضعیت به له منځه لاړ شي، ترڅنګ یې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به هغه شرکتونه چې فعالیت یې نه درلوده هم دغو پروژو کې فعاله شي او اقتصادي لړۍ په چلولو کې به ښه همکاري وکړي.»

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist