Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازبکستان سوداګرۍ خونې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د ازبکستان سوداګرۍ خونې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/04

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګریزې راکړې ورکړې برخه کې له شته فرصتونو د استفادې او ستونزو حل په موخه نن د کابل په سرینا هوټل « د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون»  ترعنوان لاندې کنفرانس کې دواړو خواوو پر مهمو مسایلو چې د سوداګرو پرمخ پرتې دي؛ بحث او خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین قدرت جمال وايي: « سوداګري هغه وخت بریالۍ وي چې تګ راتګ وي او د تګ او راتګ لپاره اوس وسیله ویزه ګرځېدلې ده، که د افغانستان سوداګرو ته په خپل وخت ویزې ورکړل شي او ژر تر ژره ورکړل شي؛ نو زما په نظر په سوداګرۍ کې به زیات پرمختګ وشي او راتلونکې کې به په دغسې غونډو کې موږ او تاسې په هغو موضوعاتو بحث کوو، چې څومره پرمختګونه مو کړي او دا ستونزې به بیا نه یادېږي.»

په دغه کنفرانس کې د دولتي او خصوصي سکتورغړو د سوداګرو د ویزو برخه کې له ځنډ سربېره د افغانستان د صادراتو ټيټه کچه او په حیرتان بندر کې د دواړو هېوادونو د ګدې استازوالۍ فعالولو نه موجودیت لویه ننګونه یاده کړه او پر حل یې  ټینګار کړی.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي: « په سوېلي اسیا کې برېښنا، پمبې او د ډبرو سکرو ته اړتیا ده، موږ کولی شو چې سره یو ځای پر ګډه د افغانستان او ازبکستان برېښنايي زېربنايي پروژو په برخه کې خپل کار پیل کړو. زما په نظر ناستې هم زیاتې شوې، د جمهور رئیس ښاغلی مرستیال نږدې درې میاشتې وړاندې راغلی و، هغه ته مو هم ډاډ ورکړ او اوس هم د سوداګرۍ خونې د رهبرۍ له لارې بیا هم ډاډ درکوو چې افغانستان د سیمې او نړۍ د پانګونې لپاره امن ځای دی.»

د «افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون» کنفرانس کې د افغانستان خصوصي سکتور استازو او ازبکستاني چارواکو دا او ورته ګډې ناستې مهمې یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې دواړه دولتونه دې د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره د شته ستونزو حل او فرصتونو د نه ضایع کېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانووف وايي: « موږ محسوس کړې چې افغانستان کې د پخوا پرتله امن دی او دا باور موجود دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت ښې شوي دي. همدا راز د ترانزیټ، سوداګرۍ، اقتصادي او تجارتي ټرانسپورټ برخو کې ښې اړیکې جوړې شوې دي او ډاډ ورکوم، چې د ویزې برخه کې به د افغان سوداګرو ستونزې ژر حل کړو.»

ورته مهال له ازبکستان څخه کابل ته راغلي پلاوي وویل، که سرپرست حکومت ورته د پانګونې برخه کې سهولتونه او پر خامو موادو سربېره یوه ځانګړې پالیسي برابره کړي، ازبکستاني پانګوال اماده دي چې د خپلو کارخونو نمایندګۍ افغانستان ته را انتقال کړي.

د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر یارکین ماليکفووف وايي: « ازبکستان کې پانګوال لېواله دي چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له افغان چاروکو څخه په دې برخه کې غوښتنه کوو، چې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره اړین سهولتونه برابر کړي.»

کابل ته له تاشکند دا ګډ پلاوی داسې مهال سفر کوي چې ورمه ورځ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی چې د خصوصي سکتور شاوخوا ۲۰تنه استازي هم په کې شامل وو، د ترکمنستان پلازمېنې ته یو نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره تللي او  ډاډ یې ښودلی چې سفر به یې له لاسته راوړنو ډک وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist