د راپورونو له مخې د پاکستان سږ کال پارلماني ټاکنې په سیاسي او امنیتي لحاظ له ګڼو ستونزو سره مخ وې.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون د فبرورۍ پر اتمه پارلماني ټاکنې او د خلکو حضور ستایلی او ویلي یې دي، چې وروستۍ پایلې به ژر اعلان کړي.
یاد کمېسیون زیاته کړې: « د رایې اچونې بهیر بشپړ شوی او د رایې شمېرنې بهیر روان دی. د رایې شمېرنې پروسه په دقت اوتر امنیتي څارنې لاندې ترسره کېږي، چې وروستۍ پایلې به یې ژر اعلان شي.»
له دې سره تحریک انصاف ګوند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مالوماتو له مخې د ټولو څوکیو له ۱۵۰ زیاتې یې ګټلي او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسيون یې د رایو په غلا او درغلیو تورن کړی دی.
د یاد ګوند مشر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، په یوه غږیزه وینا کې د مسلم لیګ پر مشر نواز شریف نیوکه کړي او ویلي یې دي، چې هغه د کمزوري عقل خاوند دی او ګوند یې د بریا څرګندونې داسې مهال کوي چې یوازې ۳۰ پارلماني څوکۍ یې ګټلي دي.
خان زیاته کړې: « زه باوري وم چې خلک به خپله رایه وکاروي او پراخه ګډون مو ټول حېران کړي دي، د ۲۰۲۴ کال پارلماني ټولټاکنو کې مو بریا مبارکه شه. د لندن پلان په ډیموکراټیک متحد تحرک سره شنډ شو، نوازشریف یو کم عقل مشر دی، چې ګوند یې د ۳۰ څوکیو سره د بریا وینا وکړه، دوه کاله مو سختې ستونزې او شکنجې وګاللې، خپلواکه راپورونه ښي چې له ۱۵۰ زیاتې څوکۍ مو ګټلي.»
ورته مهال په شمالي وزیرستان کې د نېشنل ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ او د هغه پنځه ملګري د ډزو په یوه برید کې ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې محسن داوړ د شمالي وزیرستان میرانشاه کېمپ دروازې مخې ته ټاکنو کې د درغلیو پروړاندې له لاریون کوونکوسره د پولیسو لخوا په ډزو کې ټپی شوی دی.
بلخوا په پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي، ټول مخکښ ګوندونه اړ دي چې د ایتلافي حکومت لپاره له یوه او بل سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه زیاتوي: « تېره ورځ چې کومې هلې ځلې پيل شوې دي نو اصف زرداري او د پاکستان پخواني ولسمشر چې هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک چیئرمېن دی په لاهور کې د مسلم لیګ له صدر شهباز شریف سره لیدلي و او دواړو د ایتلافي حکومت په اړه خبرې کړي، ځکه تېره ورځ د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې رهبر نواز شریف شهباز شریف ته دنده سپارلې وه، چې له نورو هغو ډلو سره چې په پارلمان کې یې څوکۍ ګټلي، په ایتلافي حکومت خبرې وکړي؛ نو دا خبرې پرون په لاهور کې پيل شوې او نن هم شونې ده چې په همدې لړ کې نورې خبرې هم د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مخالفو ډلو سره د ایتلافي حکومت په اړه پيل شي؛ په هر صورت اوس خو واضح اکثریت یوې ډلې هم نه دی ترلاسه کړی په پارلمان کې چې هغه په خپل سر حکومت جوړ کړي او دې ته اړتیا لري چې نورې له ډلې ځان سره شریکې کړي او د نوي حکومت جوړولو هڅه وکړي.»
د پاکستان پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري چې ۲۶۶ څوکۍ د ټاکنو له مخې ټاکل کېږي او پاتې ۷۰ څوکۍ چې ۶۰ یې ښځو او ۱۰ یې غېرمسلمان لږکیو ته ورکول کېږي.