د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د کمپیوټري سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه تائيد شوه.
د اقتصادي کمېسیون مالوماتو له مخې، د يادې طرحې پر بنسټ به له خصوصي سکټور سره د عامه مشارکت له لارې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره، په بېلابېلو ګمرکي بندرونو کې ۲۴ پایې لوی برېښنایي سکنرونه ځای پر ځای شي.
دا سکنرونه به د دوو کلونو په موده کې فعال او کټې اخېستنې ته وسپارل شي، چې هر بندر کې به یو سکنر د صادراتو او یو بل هغه د وارداتو د چېک او پلټنې په موخه ځای پر ځای شي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:« د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري تائید شوه. له دې سره به د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې له خصوصي سکتور سره د عامه مشارکت له لارې د ۸ میلیارده افغانیو په پانګونې سره ۲۴ پایې لوی برېښنايي سکنرونه د دوو کلونو په موده کې ځای پر ځای او فعاله شي، چې په هر بندر کې به یو سکنرد وارداتو او یو سکنر د صادراتو لپاره وي. په ګمرکي بندرونو کې د دې سکنرونو ځای پر ځای کولو سره به په ګمرکي چارو کې لا روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي د اقتصادي کمېسیون د دې طرحې هرکلی کوي او وایي، له دې سره به ګمرکي خدمات په شفافه، چټکه او اسانه توګه ترسره کېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي:« که د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له تصویب سره سم دغه کمپیوټري سکنرونه د افغانستان په ۱۲ ګمرکونو کې ځای پر ځای شي، څو ګټې به هېوادوالو ته ولري. یو په اسانه به جنس تشریح کېږي، دویم مناسبه د محصول بیه به ورته ټاکل کېږي، درېیم ډېر زیات اجناس به په لنډ وخت کې تر ګمرک وځي او د خلکو وخت به نه ضایع کېږي، څلورم څورمه چې دغه چارې مسلکي کېږي، کمپیوټري کېږي، په هماغه اندازه به زموږ او تاسو مالیاتي سیسټم به رونټیا ته ځي او په اسانۍ به بیا ملت د سوال او ځواب ورکولو زمېنه برابره شي.»
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر بیا وايي، په کار وه چې له خصوصي سکټور سره د قرارداد او ډېرو لګښتونو پر ځای د هېواد له شته امکاناتو کټه اخېستل شوې وای.
له دې وړاندې حکومت په ګمرکي عايداتو کې د بشپړ رڼوالي خبر ورکړی وه او د نويو سکنرونو پر ځای پر ځای کولو سره چارواکي هېلهمن دي، چې د توکو ښه تشخيص او د قاچاق مخنيوي ترڅنګ به د عايداتو په راټولولو کې شفافيت نور هم زیات شي.