پاکستاني چارواکو د شنبې پر ورځ د بار وړونکو موټرو پر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې له جبري کولو وروسته ياده لار د ټرانزېټ پر مخ وتړله.
له تورخم سربېره تازه د ډنډې پټان، غلام خان او انګورو اډې لارې هم تړل شوي او د کرښې دواړو خواوو ته پر توکو بار سلګونه موټر اېسار پاتې دي.
د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالقدیر احمدي وايي:« له ۱۲ یا ۱۳ ورځو راپدېخوا د پاکستان خوا ته د قومونو جګړې له امله د خرلاچي لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او یوازې لویو موټرو ته کله کله اجازه ورکول کېږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د يادو لارو د بندښت له امله دواړو خواوو ته سوداګرو ميليونونه ډالرو په ارزښت زيانمن شوي او په خبره یې د خلاصون لپاره يې هڅو تر دې مهاله پايله نه ده ورکړې.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جان اقا نوید وايي:« موږ حکومت ته هم ویلي او پاکستان ته مو هم ویلي، ځکه چې موږ د افغانستان او پاکستان ګډه خونه لرو. د هغوی له خوا هم اقدامات ترسره شوي دي او ورته ویلي یې دي چې ژر تر ژره ورته یوه لاره پیدا کړئ او دا لاره خوشې کړئ ترڅو زموږ سوداګریز توکي افغانستان ته راشي او له دې خوا هم صادرات وشي. وبه یې ګورو چې څه پایلې ته رسېږو.»
خو دا چې له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزيټي لارو د بېرته خلاصېدو په اړه بحثونه کوم ځای ته رسېدلي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت يې په اړه مالومات نه ورکوي.
خو د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ستونزې حل نهشي سوداګرو ته به په میلیونونه ډالر زیان واوړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي:« لاره د افغاني ترانزیټ پر وړاندې تړل شوې او ان داسې هم اوریدل کېږي چې ناروغانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي. په مسلسل ډول د افغانستان کمېسار له پاکستاني لوري سره خبرې کړي. د خبرونو له مخې، تر اوسه پورې یې کومه پایله نه ده ورکړې. داسې مالومېږي چې دغه بندیز به لاهم داسې روان وي. دا چې ولې دا تروازه بار بار تړل کېږي او هېڅ وخت دې ته یوه داسې تګلاره چمتو نه شوه چې نور دا چاره تکرار نه شي.»
که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، له پاکستاني لوري سره د ستونزې د حل لپاره پر خبرو بوخت دي، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي د پاکستان لنډمهالي حکومت له دې وروسته له افغانستان سره پر ټولو لارو د «یو سند رژیم» پلی کوي.
جان اڅکزي ویلي، پر ویزې تګ راتګ د پاکستان د ملي امنیت مساله ده او زیاته کړې یې ده، چې دا پرېکړه په هره بیه او د هرې قربانۍ په بدل کې پلې کوي.