• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار مرکز جلال آباد  ښار کې تر نیمو شپو بازارونه خلاص وي او خلک عادي ژوند کوي

د ننګرهار مرکز جلال آباد  ښار کې تر نیمو شپو بازارونه خلاص وي او خلک عادي ژوند کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/17

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له څو امنیتي پيښو وروسته په دې ښار کې چیک پاینټونه او ګزمې ډېرې شوي او ترنیمو شپو په کې ډېری هټۍ خلاصې وي.

دشمشاد خبریال شاه آغا سادات چې جلال اباد ښار کې یې ښاریانو سره  خبرې کړي او پر چیک پاینټونو ګرځيدلی پولیسو د بشپړ امنیت ډاډ ښودلی او وايي، چاته اجازه  نه ورکوي چې امنیت وننګوي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی فاروق وايي:« امنیت ډېر ښه دی، تاسو ګورئ په ښار کې خلک تر نیمې شپې پورې روان وي. ګڼه ګوڼه په کې شته ده، د امنیت له پلوه هېڅ ستونزه نه شته او موږ ټول ننګرهاریان له طالبانو راضي یو. »

د ښار په یوې بله څنډه کې امنیتي ځواکونه ولاړ دي د خلکو هټۍ خلاصې دي او خلک عادي ژوند کوي.

جلال آباد ښار کې یو تن لاس پلورونکی عبدالرحمان وايي:« ښار کې امنیتي وضعیت ډېر ښه دی، هېڅ ستونزه نه شته.»

جلال اباد ښار چې ځينو برخو کې یې پارکونه جوړ شوي له لیرې ولسوالیو ورته خلک د میلو لپاره راځي، دوی وايي، له امنیت خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې شته امنیت دې لا خوندي وساتي.

 یو تن سیلاني نعمت الله زابلی وايي:« خلک راځي خو د تېر پرتله ډېر کم. مخکې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر ښه وه، کاروبارونه زیات ول، پروژې وې او د خلکو عاید ښه وه، خو اوس زموږ ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې پېرېدونکي کم شوي دي. هېله لرو چې بېرته به کاروبار ښه شي. مهمه امنیت دی انشاء الله ټول کارونه به ښه شي.»

د دې ښارځینې نور اوسېدونکي بیا وایي،لاهم  په ځینو برخو کې وسله والې غلاوې شته او له امنیتي ځواکونو غواړي چې مخنیوی یې وکړي.

ښاریان  دغه راز له اسلامي امارت غواړي چې  امنیتي ځواکونو باندې یونیفورم وويشي.  

امنیتي ځواکونه وایي، امنیتي وضعیت په بشپړډول سره ښه شوی او په خبره یې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د دېښار امنیت زیانمن کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist