عامې روغتیا وزارت د اېډز (اېچ.آی.وي) نړیواله ورځ له دې ناروغۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې ونمانځله.
د ياد وزارت مسوولین وايي، افغانستان کې دا مهال ۱۲ زره کسان پر اېډز ناروغۍ اخته دي، چې څه باندې زرو کسانو ته يې د درمنلې اسانتیاوې برابرې شوي او پاتې نور ترې لاهم بې برخې دي.
د مسوولینو په خبره، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اېډز ناروغي په کې خورا کمه خپره شوې او که د وقايې برخه يې لا غښتلې شي، کچه به يې نور هم راټيټه شي.
د عامې روغتیا د بهرنیو اړیکو مسوول محمد داود منصوري زیاتوي: « د روغتیا نړیوال سازمان او د اېډز سازمان د شمېرو له مخې، له ۱۹۸۱ کال را پدېخوا چې دا ناروغي پېژندل شوې په نړۍ کې د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۷۹ میلیونه کسان په یادې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې ۳۹ میلیونه له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او نږدې ۴۰ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»
د اېډز ناروغۍ د ملي پروګرام امر شریف احمد شریف وايي: « موږ اوس مهال، لکه څنګه چې تاسې د وزیر په وینا کې واورېدل، له ۱۲ زرو پېښو څخه ۳۴۹۲ پېښې تر اوسه ثبت کړي دي. دا ۱۲ زره پېښې نړیوال اټکل دی او د نړیوال سازمان له خوا موږ ته تخمین شوې دي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اېډز ناروغي په هغو هېوادونو کې زیاته خپریږي چې په کې د نشه يي توکو استعمال زیات وي، اقتصادي حالت یې خراب او خلک یې له بې وزلۍ کړېږي.
دوی په دې برخه کې ترسره شوي وروستي اقدمات د دې لامل ګڼي، چې له کبله یې افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.
د اېشډز ناروغۍ ملي پروګرام امر شریف احمد شریف وايي : « د ملګرو ملتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې له همکارانو او ورسره ملي او نورو همکارو موسسو څخه مو غوښتنه دا ده، چې له موږ سره همکاري وکړي ترڅو دا پرګرام د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته ورسوو.»
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معين محمد اسحاق صاحبزاده وايي: « موږ له دوی غواړو چې د روغتیا په برخه کې دې افغان ملت ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کړي، ترڅو د افغانانو ستونزې په بنسټيزه توګه هوارې شي او راتلونکې کې له کړاوونو او دربدرۍ څخه خلاص شي.»
ملګري ملتونه وايي، پلان کې لري چې په افغانستان کې له ۲۰۲۴ کال تر ۲۰۲۶ کال پورې له دې ناروغۍ سره ګړندۍ مبارزه وکړي.