• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په ملاتړ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

خوست کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په ملاتړ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/22

په خوست ولایت کې له پاکستانه د بېرته راستنیدونکو افغان کډوالو په ملاتړ د کرېکټ سیالۍ پيل شوې، ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري او شااوخوا ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

د خوست کرېکټ پرمختیايي ادارې مطبوعاتي مسوول اکبر علي سمون وايي، په دغو سیالیو کې به د بېلابېلو پیغامونو او شعارونو پرمټ خلک د افغان کډوالو همکارۍ او ملاتړ ته وهڅول شي.

سمون زیاتوي:«د دې سالیو ګټه دا ده چې جهان سازي به وشی، د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه به بېلابېل شعارونه وړاندې شي او ترڅنګ به یې هغه لوبغاړي چې اوس مهال داخلي سیالۍ ونه لري دوی به دلته بوخت وساتل شي او همداشان د ملي او ۱۹ کلنو لوبغاړو څخه به زموږ داخلي لوبغاړو ته تجربې ولېږدول شي.»

اخوا په دغو سیالیو کې یو شمېر لوبېدونکي لوبغاړي که څه هم دا ډول سیالۍ د افغان کډوالو د رواني ستونزو د مخنیوي لپاره مهمې ګڼی خو ترڅنګ یې پر نړیوالو او داخلي مرسته کوونکو ادارو غږ وکړ چې له پاکستانه پر زور او جبر سره د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره دې په بېلابېلو برخو کې د لاسنیویي هڅې وشي او ژر تر ژره دې یادو کډوالو ته د ژوند لومړني امکانات برابر شي.

لوبغاړی ایمل شاهین وايي:« د کډوالو لپاره پر نړیوالو هم غږ کوو او دلته په هېواد کې هم پر پانګه والو باندې هم غږ کوو چې دوی مرسته وکړي.»

یو بل لوبغاړی صفي الله وايي: « دا سیالۍ له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره جوړې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو موضوع په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ شمر غبرګونونه را پارولي او د پاکستان دغه کړنه یې یو غیر انساني عمل بللې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist