Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فلسطیني چارواکي: پر غزې د اسرائیلو بریدونو له پيل تر اوسه څه باندې ۸ زره کسان وژل شوي

فلسطیني چارواکي: پر غزې د اسرائیلو بریدونو له پيل تر اوسه څه باندې ۸ زره کسان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/01

د اکتوبر له اوومې کله اسرائیلو په غزې هوايي بریدونه پیل کړل په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د اسرائیلو پر ضد لاریونونه وشول او د دا یې د غزې پر خلکو ښکاره تېری وباله.

ملګري ملتونه وايي،  په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو د دوام له امله بشري ناورین رامنځته شوی او په خبره يې په ورځنۍ توګه سلګونه فلسطيانو ته په يادو بريدونو کې مرګ ژوبله اوړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو په ترڅ کې ۴۲۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره یې دا شمېر د تېرو ۴ کلونو د جګړې پرتله خورا لوړ شمېر دی.

بل خوا د اسرائيلو لومړي وزير بینیامین نتنیاهو د نړيوالو هغه وړانديز رد کړی، چې په غزې کې د اوربند په اړه شوی وه.

نتنیاهو زیاته کړې:« دا به حماس ته د تسلمېدو په مانا وي. اوس د یاغیانو پر وړاندې د جګړې وخت دی. که هغوی بریالي شي، نو ټوله نړۍ به وګواښي.»

خو يو شمېر هغو هېوادونو چې په دې جګړې د اسراتئيلو ترڅنګ ولاړ دي هم له دې هېواد په غزې کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

د يادو غوښتنو پر دوام د امريکا ولسمشر جو بایډڼ ويلي، له اسرائيلو سره يې په غزې کې د وروستيو پرمختګونو او بشري وضعيت په اړه خبرې کړي.

بایډن زیاته کړې:« ما د اسرائیلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره په غزې کې د اسرائیلو د وروستیو پرمختګونو اړوند خبرې وکړې او ټینګار مې پرې وکړ، چې غزې ته بېړنۍ بشردوستانه مرستې باید زیاتې شي.»

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له ۷ چې کله د اسرائیلو پوځ پر غزې هوايي او ځمکني  بریدونه پیل کړل، څه باندې ۸ زره  فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۷ زره  نور ټپیان دي، چې یوازې تېره شپه ۲۰ فلسطینان ووژل شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist