Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د ټرانزیټ لپاره د بدیلو لارو پر پیدا کولو بوخت یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/30

پاکستان پر افغان تجارانو او ټرانزیټ برخه کې یو لړ نوي محدودیتونه وضع کړي چې هلته يې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  دپاکستان دې کړنو ته په ځواب کې وايي، پر بدیلو لارو یې کار پيل کړی او هڅه کوي افغانستان ته  د مالونو انتقال لپاره مصونې لارې پیدا کړي.

مجاهد زیاته کړې: « موږ اقدامات کړي هم د سوداګرو له لارو او هم د ډیپلوماتیکو چېنلونو له لارې، همداشان پر لوړه سطحه تماسونه هم نیول شوي چې د سوداګرو ستونزې باید حل شي او څه موافقتنامه د دواړو هېواودونو ترمنځ موجوه ده په دې عمل وشي، که استثنايي عمل کېږي دا بې له شکه چې دواړو هېوادونو ته تاوان کوي. بله دا چې افغانستان د نورو بدیلو لارو په لټه کې هم دی چې لا ښې او اسانه لارې پیدا کړو.»

 د اسلامي امارت بیا ځلې حاکمیت اسلام اباد په یو او بل نوم افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ کې ایسار کړي، چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالرو زیان اوښتی دی.

افغان سوداګر وايي،  دواړه حکومتونه باید ترانزیت او اقتصادي اړیکو کې د ستونزو پرځآی دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

سوداګر محمد نبي افغان وايي: « دواړه هېوادونه باید دې ته یو فارمټ جوړ کړي، ځکه افغانستان او پاکستان له دې لارې د منځنۍ اسیا سوداګري ډېره وده کولی شي او ډېره ګټه دواړو هېوادونو ته رسولی شي او ډېره غټه ټرانزیټي لاره جوړېدلی شي او د دواړو هېوادونو صادرات لوړېدلی شي؛ خو له بده مرغه ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

یو شمېر نور بیا وايي، پاکستان یې تاوان ته مټې رابډوهلي او دوی هڅه کوي د بندرعباس او له نورو لارو افغانستان ته خپل مالونه انتقال کړي.

افغان سوداګر خپلواک وايي: « دا ۱۰  یا ۱۲ ورځې کېږي په لاهور او کراچۍ کې د افغان سوداګرو ګودامونه ډېر بد حالت کې دي، مالونه یې چور شول، ګودامونه یې ضبط شول. له افغانستان سره ټرانزیټي لاره کې یې هم ستونزې ورته جوړه کړې، نور د افغانستان سوداګر نه غواړي د پاکستان له لارې تجارت وکړي.»

میاشت وړاندې پاکستان افغانستان ته په لسګونو هغو اموالو بندیزو ولګاوه چې هېواد کې یې اړتیا زیاته ده، تازه یې پرېکړه کړې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته  د لېږدوونکو مالونو لپاره بیاځلې د صادرېدو اجازه ترلاسه شي، هغه څه چې افغان سوداګر او پانګونې خونه یې نړیوالو اصولو او قانون خلاف عمل بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist