Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر غزې د اسرائیلو ځواکونو هوايي بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي

پر غزې د اسرائیلو ځواکونو هوايي بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/26

د دوو اوونیو په تېریدو لا هم پر غزې تړانګه د اسرائیلو هوايي بریدونه دوام لري، چې تېره شپه یې تر ټولو خونړۍ هغه وه.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ فلسطینیان د اسرائيلي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي.

د رسنيو د راپورو له مخې، د غزې اوسېدونکي د دې ښار له وېجاړو شویو ځايونو د وژل شویو کسانو د را اېستلو په هڅه کې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش په غزې کې وضعيت ته په کتو د اسرائیلو وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې سره ويلي، هغه څه چې په غزې کې روان دي، د اسرائيلو له لوري د بشري قوانينو نقض دی.

هغه زیاته کړې:« پر دې باید وپوهیږو، چې د حماس برید د غزې پر تړانګه یوه ناڅاپي تشه نشو حسابولی او هغه څه چې اوس په غزه کې د اسرائیلو له خوا ترسره کېږی، له بشري دوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده.»

له دې سره چین، روسیې او ایران پر غزې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه غندلي.

 د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د فلسطین له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلفوني خبرو کې، د بشردوستانه مرستو د رسولو پر لارو چارو غږېدلی.

وانګ یي زیاته کړې:« موږ د فلسطین او په ځانګړي ډول د غزې اوسېدونکو په اړه اندېښنه لرو. هڅه به وکړو چې خپلې بشري مرستې د غزې اوسېدونکو ته ورسوو.»

سعودي عربستان، مصر، قطر او کوېټ هم پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونو دوام په کلکه غندلی او هلته يې د يوه بېړني اوربند د نافذېدو غوښتنه کړې.

د فلسطین روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د اکټوبر له ۷مې راهيسې چې اسرائیلو پر غزې تړانګه هوايي بریدونه پیل کړي، ۵۷۹۱ فلسطینان وژل شوي او څه باندې ۱۶۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist