د اکټوبر ۲۴ د پوليو د نړيوالې ورځې په مناسب په اروزګان ولایت کې د کرېکټ او فوټبال سيالۍ پیل شوي.
په اروزګان کې د واکسین د بېړني مرکز مسوول بخت محمد مصطفی وايي: « موخه مو دا ده چې تاسې په خپل کور کې له سپین ږیرو او د کورنیو له غړیو سره پر دې بحث وکړئ، چې پولیو یوه وژونکې ناروغي ده او درملنه یې یوازې او یوازې د پولیو په دوو څاڅکو کېږي.»
په ورته وخت کې يادو لوبو کې لوبېدونکي لوبغاړي بیا له يو شمير ستونزو شکايت کوي او غوښتنه کوي چې ستونزې دي حل شي.
دوی وايي، تمريناتي او معياري لوبغاړي او د روزنکو نشت يې له اساسي ستونزو ګڼل کيږي.
یو تن ورزشکار میرزا محمد امیرزوی وايي:« تاسې معلومات وکړئ ورځ په ورځ زموږ ټيمونه سقوط کوي، موږ د تمرین لپاره مناسب ځایونه نه لرو؛ له تاسو مو هېله دا ده چې زموږ غږ تر اړوندو ادارو ورسوئ. دا چې تاسې موږ ته سپانسر او یا مالي ملاتړ پیدا کړئ، تر دې موږ ته مهمه دا ده چې د توري په سیمه کې چې کومه دولتي ځمکه لرو دا له ښاروالۍ او د ولایت مقام سره په همغږۍ موږ ته ترتیب شي، جال ولګول شي او په مناسب ډول جوړ شي؛ نو زموږ ځوانانو ته به دا ښه ځاي وي.»
یو بل ورزشکار ذبیح الله الفت وايي:« دا پخوا مېدان و اوس چې ټولنه جوړه شوې نه ورته موږ مېدان لرو او نه یو معیاري لوبغالی لرو؛ نو موږ له خپلو مشرانو په ځانګړي ډول له والي صېب غواړي چې موږ ته د فوټبال ښه معیاري ځای جوړ کړي.»
ځايي مسوولين بیا وايي، دې ولايت کې اوس د پخوا پرتله کرېکټ وده کړې چې لامل يې د امنيت تامين او د ځوانانو يوالی دی او د يادو ستونزو د حل ژمنې یې وکړې.
د اروزګان اطلاعاتو او کولتور مشر قاري اغا ولي قریشي وايي: « زموږ ځوانانو اوس عامه پوهای ترلاسه کړی، وحدت او یووالی لري چې دا د دوی ځواک دی. دوی د ورزش په برخه کې خپلې هلې ځلې کوي او خپلې ستونزې په یووالي سره حل کوي. زما په نظر چې دوی نور هم سره یو شي نو انشاءالله په اروزګان کې به ورزش نوره هم وده وکړي. موږ او تاسې یې وینو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې ډېره وده کړې.»
داپه داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دې ولايت ورزشکارانو له مسوولينو د خپلو ستونزو د حل غوښتنې کړې وې.