• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

CHENNAI, INDIA - OCTOBER 23: Players and Staff of Afghanistan celebrate after victory by 8 wickets following the ICC Men's Cricket World Cup India 2023 between Pakistan and Afghanistan at MA Chidambaram Stadium on October 23, 2023 in Chennai, India. (Photo by Matthew Lewis-ICC/ICC via Getty Images)

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

۲۰۲۳ کال اکتوبر ۲۳مه هغه ورځ چې د افغانانو ترڅنګ به یې پاکستانیان هم تل په یاد ولري.

دا هغه ورځ ده چې د رحمن الله ګربز په خبره ۱۲کاله یې ورته انتظار کړی او پاکستان یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې له ۷ سیالیو وروسته مات کړ.

د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې دا بری کم نه دی ځکه د نړیوالو سیاسي څېرو ترڅنګ کرېکټ لوبغاړو او څارونکو د مبارکۍ او حیرانتیا پيغامونه ورکړي.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر او لوړ پوړو افغان چارواکو دا بری ستایلی دی.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي:« د کرېکټ د نړيوال جام  په سیالیو  کې د پاکستان په خلاف د افغانستان  د ټیم بريا ټولو هېوادوالو او د کرېکټ د ملي ټیم هریوه تن ته وايم. ځوانانو دا بریا مو مبارک شه او د لا بریاوو په هېله.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي:« دا بریا دې د کرېکټ ملي لوبډلې، کرېکټ بورد او ټولو افغانانو ته مبارک وي. دې لوبې وښوده چې افغان ځوانان په هر ډګر ګې وړتیاوې لري او بریاوې خپلولی شي او موږ ورته لابریا غواړو.»

د اسلامي امارت رهبرۍ غړی انس حقاني  وايي:« زموږ کرېکټ تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې دی؛ په لومړي ځل مو د  انګلستان او پاکستان ټیمونه مات کړل، دا غټه کامیابي دې ټولو ته مبارک وي. افغانان مستعد خلک دي؛ چې متحد وي او د ټیم په توګه کار وکړي، هر څه ممکن کوي.»

کرېکټ افسانوي لوبغاړو سچن ټنډولکر، کریس ګیل، عرفان پټهان او ګوتم ګمبیر د افغان لوبغاړو بریا ستایلې او د ښې لوبې پایله یې یاده کړې.

سچن ټنډولکر ویلي:« نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کارګردګي د پام وړ ده، توپ وهنه، ډګر ساتنه، او ویکټو ترمېنځ منډې دا ثابتوي چې افغان لوبډله به نوي څه کوي.»

کریس ګیل ویلي:« تاریخي بریا د افغانستان لپاره، څو ورځې وړاندې یې اتله لوبډله ماته کړه او دا بری به د لوبډلو نوملړ جالب کړي.»

پر دې بري افغانان او کرېکټ نور څارونکي خوشحاله دي خو پاکستاني څارونکي بیا پرخپلو لوبغاړو قهر دي او دا یې د هېواد شرمناکه ماته یاده کړې.

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د تاریخي بریا مبارکي ویلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي:« افغانستان ته دې د  پاکستان پر وړاندې دا بریا مبارک وي.»

د کرېکټ په نړۍ کې که څه هم پاکستان او هند تاریخي مخالفې لوبډلې ګڼل کېږي خو اوس د پاکتسان او افغانستان کرېکټ سیالۍ له بلې هرې جالبه وي، افغان لوبدلې پاکستان ته په مسلسله توګه اوه لوبې بایللې وې خو دا بری ممکن پاکستان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې له مخکې تګ پاتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

فبروري 2, 2025
کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

جنوري 9, 2025

وروستي خبرونه

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025
محمدوف: ترکمنستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره عملي کار ته دوام ورکوي

محمدوف: ترکمنستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره عملي کار ته دوام ورکوي

جون 2, 2025
د صنعت په څلورم نندارتون کې د شرکتونو ترمنځ د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه شوي

د صنعت په څلورم نندارتون کې د شرکتونو ترمنځ د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه شوي

جون 2, 2025
لاوروف: ناټو هڅه کوي بېرته افغانستان ته راوګرځي

لاوروف: ناټو هڅه کوي بېرته افغانستان ته راوګرځي

جون 2, 2025
کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول مثبت ګام بللی

کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول مثبت ګام بللی

جون 2, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist