د غزې په تړانګه کې د الاهلي عرب په نوم د اسرائیلي ځواکونو هوايي برید په پایله کې له ۵۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوي دي.
ویل کیږي په دې برید کې ډېر وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي، چې پر غزې د اسرائیلو ځواکونو د ړندو هوايي بریدونو له وېرې دغه روغتون ته پناه شوي وو.
د الاهلي روغتونو پېښې ته غبرګونونه څه دي؟
دغه پېښه د ډېریو هېوادونو له لوري په کلکو ټکو غندل شوې او بشري جنایت بلل شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د هېوادونو او د بشري حقونو نړیوال مدافع سازمانونه یې ننګولي چې ګواکې په فلسطین کې د اسرائیلو بشري جنایت ته چپه خوله ناست دي او د غزې پر ملکیانو د روانو ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې یې خاموشۍ خپلې کړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت د ټولې نړۍ پر ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ کوي، چې هر څه ژر د اسرائیلو وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنو بسنه ونه کړي. د اسرائیلو له وحشت څخه د ځېنو هېوادونو ښکاره ملاتړ او د ځېنو خاموشي د دې زمینه برابره کړې، چې صهیونستي رژیم خپل وحشت ته دوام ورکړي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش وایي، دغه برید سخت وېرولی. نوموړی دغه راز د بشري تراژېدۍ د لاپراختیا د مخنیوي په موخه له دواړو لوریو د اوربند غوښتنه کړې.
هغه زیاته کړې:« پر الاهلي عرب روغتون هوايي برید، چې په کې سلګونه ملکي فلسطینیان ووژل شول سخت ووېرولم. دغه برید په کلکو ټکو غندم. زه د دې پېښې له قربانیانوسره ځان شریک ګڼم. د نړیوالو قوانیونو له مخې روغتونونه او صحي کارکوونکي باید خوندي وي. زه په منځني ختیځ کې د بشري کړکېچ د لا پراخوالي د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتنه کوم.»
له برید څو ساعته وروسته د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هانیه د الاهلي عرب روغتون پېښه د فلسطینیانو ډله ییزه وژنه او قتل عام بللی.
نوموړي د فلسطیني وګړو په وژنې د نړۍ چوپتیا ته د ملکیانو د وژنې نوم ورکړی.
هغه زیاتوي:« زه د نړۍ پر ټولو ازادو خلکو، ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د ملګرو ملتونو پر عمومي اسامبلۍ او د بشري حقونو او حقوقي بنسټونو، عرب لیګ او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ کوم چې دغه بوږنوونکی قتل عام وغندي. زه د اسرائیلو له لوري دغه ډلهییزې وژنې په کلکه غندم. دا زموږ د ماشومانو، زموږ د ښځو او زموږ د مشرانو د وینې تویولو جواز او په دې برخه کې خوره شوې چوپتیا باید دوام ونه کړي.»
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه پېښه بشري جنایت او د اسرئیلي رژيم د له منځه تللو پیلامه بللې. نوموړي پر دې پېښې د نړۍ د هېوادونو خاموشي تر پوښتنې لاندې راوستې.
هغه زیاتوي:« د امریکايي او اسرائیلي بمونو اور چې د غزې په روغتون کې د فلسطیني مظلومو ټپیانو پر سر وورول شول، ډېر ژر به صهیونیستي رژیم له منځه یوسي. د دې جنګي جنایت پر وړاندې د هېڅ خپلواک انسان لپاره خاموشي روا نه ده.»
بل پلو بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دې پېښې ته په غبرګون کې اسرائیل جعلي رژیم بللی او د ملکیانو په عامه وژنه یې تورن کړی دی.
عبداللهیان زیاته کړې:« د صهیونیستي رژیم له لوري په المعمداني روغتون کې د زرګونه بې ګناه ماشومانو او ښځو قتل عام او د ترسره شوي بوږنوونکي جنایت وروسته، د دې وخت را رسېدلی چې د نړۍ ټول بشریت د دې جعلي او د داعش په پرتله څو چنده کرکجن رژیم پر وړاندې ودریږي. وخت پای ته ورسېد.»
سعودي عربستان د اسرائیلو له لوري ترسره شوی برید ظالمانه او د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو ضد عمل ياد کړی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې اسرائیل د ملکیانو له وژنې را وګرځوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« سعودي عرب په الاهلي عرب روغتون د اسرائیلي ځواکونو وروسته ظالمانه برید په کله ټکو غندي، دغه برید د بشري حقونو پر اړوند قوانينو سربېره له ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه او نقض دی. سعودي عرب پر اسرائیلي اشغال کوونکو غږ کوي، چې د نړیوالو له غوښتنو سره سره د ملکیانو وژنې ودروي.»
له دې هرڅه سره سره فرانسه د اسرائیلو کلک ملاتړی هېواد دی او پر اسرائیلو د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې له بریدونو وروسته یې د دې هېواد خوا نیولې وه؛ د تېرې شپې له برید وروسته یې دغه برید غندلی او د هېڅ راز توجیه وړ یې نه دی ګڼلی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي:« پر روغتون برید د توجیې وړ نه دی. هېڅ شی د ملکیانو وژنه نه شي توجیه کولی. فرانسه په غزه کې پر الاهلي عرب روغتون برید، چې په کې ګڼ شمېر ملکي فلسطینیان وژل شوي؛ غندي او ځان ورسره شریک بولي. له ځنډ پرته باید د بشري مرستو د لاسرسي لپاره غزې ته لارې پرانېستل شي.»
دغه راز د اروپايي ټولنې د اروپایي کمېسیون مشره او د جرمني د دفاع پخوانۍ وزیره که څه هم له ورایه د اسرائیلو ملاتړې ده، خو وایي دې پېښې خواشینې کړې ده.
نوموړې پر روغتونونو او ټولنیزو سیمو بریدونه د توجیې وړ نه بولي او په دې پېښه کې د ښکېلو کسانو او ډلو سره د قانوني چلن غوښتنه کوي.
د اروپایي کمېسیون مشرې زیاته کړې:« زه په غزې کې پر الاهلي عرب روغتون د ترسره شوي برید او د رامنځته شوې پراخې مرګ ژوبلې له کبله خواشېنې یم. پر روغتونونو چې له صحي کارکوونکو او ملکیانو ډک دي، هېڅ راز برید ته پلمه نه موندل کېږي. حقیقتونه باید په ډاګه شي او هغه کسان چې په دې برید کې لاس لري، باید مسوول وګڼل شي.»
د دې ترڅنګ د اسلامي همکاریو سازمان دغه پېښه غندلې او د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر مشرۍ یې د بېړنې ناستې غوښتنه کړې.
د دې ترڅنګ په بېلابېلو هېوادونو کې د امريکا او اسرئيلو د سفارتونو تر مخې فلسطينيانو او اسلامي هېوادونو وګړو لاريونونه کړي او په غزې کې يې پر فلسطينيانو د اسرائيلو بريدونو د بندېدو غوښتنه کړې.
سربېره پر دې په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه ته رایې ورکړي چې پر اسرائیلو د حماس برید د یوه بوږنوونکي عمل په توګه او همداراز د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترڅنګ یې د غزې میلیونونه اوسېدونکو ته چې مرستو ته سترګې په لاره دي، په بشري مرستو کې ځنډ غندي.
بل پلو بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې اسرائیلو ته رسېدلی او د دې هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې لیدلي.
ټاکل شوې په دې لېدنه کې امریکا یوځل بیا له حماس ډلې سره د اسرائیلو د دریځ ملاتړ وکړي او د خپلو پوځي او سیاسي مرستو او همکاریو ډاډ ورکړي.
د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د وژل شویو ملکي فلسطینيانو شمېر نږدې څلور زرو ته پورته شوی دی.
په دې بریدونو کې تر دې دمه له ۱۰ زرو ډېر نور ټیپیان شوي او په غزې تړانګه کې د استوګنې سلګونه کورونه، روغتونونه او ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوي.