د حکومت رسمي شمېرې د روان کال په وږي میاشت کې د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه څو برابره لوړه ښيي.
د احصايې او مالوماتو ملي اداره وایي، د روان کال د وږي په مياشت کې د هېواد پر کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ میلیونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت بيا ۷۷۲.۵ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.
یاده اداره زیاتوي:« د روان کال د وږي په مياشت کې د هېواد پر کچه د صادراتو ټول ۱۹۹.۸ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.»
په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، یادو صادارتو ډېره برخه هند، پاکستان او متحده عرب اماراتو ته شوې ده.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات نږدې ۷۵۹ میلیونه ډالر او واردات ۳ میلیارده او ۸۷۴ میلیونه ډالر وو. هغه هېوادونه چې ډېر صادرات ورته شوې پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عرب امارات، تاجکستان، چین، ترکیه، ازبکستان، ایران او عراق دي او مهم صادراتي توکي د ډبرو سکاره، شنه زیره، ممیز، انګور، رومیان، زاعفران، تازه او وچ زردالو دي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د صادراتو لوړوالی په هېواد کې د اقتصادي ځان بساینې ته د نږدې کېدو او د کاري فرصتونو زياتېدو لپاره ګټور یادوي او په یاده برخه کې پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « په اقتصادي لحاظ د یوه هېواد لپاره د صادراتو او وراداتو بیلانس ډېر اړین دی، څو وکولی شو چې د خپل هېواد د اقتصاد د ملاتړ په موخه باید صادرات لوړ شي او د وارداتو کچه کمه شي، د دې لپاره مهم پلانونه دي چې پر دې باید کار وشي. افغاستان په تېرو ۲۰ کلونو که څه هم ډېرې مرستې وې او ډېره اړینه وه چې په دې کار شوی وای خو له بده مرغه زموږ سوداګري یو طرفه وه، ۹۷سلنه موږ واردات کول او ۳ سلنه صادرات درلودل. اوس الحمدالله زموږ د صادراتو کچه لوړه شوې.»
که څه هم د سرپرست حکومت له لوري د صادراتو د ډېروالي هڅې روانې دي، خو د احصایي او معلوماتو ملي ادارې تازه راپور ښيي، چې د تېر کال همدې مودې پرتله د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی دی.
کارپوهان وایي، که د صادارتو پرتله په وارداتو کې ډېروالی راځي، اقتصادي پرمختګ ته به منفي پایلې ولري.
اقتصادي چارو کارپوه سېد مسعود وايي: « زموږ د سوداګرۍ په برخه کې د بهرني هېواد سوداګري یو استازی یا بیلانس دی. په دې مانا چې زموږ واردات زیات دي او صادرات مو په زیاتیدو دي؛ نو زما نظر دا دی چې دا موضوع د دې لامل ګرځي چې باید دولت یو ډول حرکتونه په پام کې ونیسي او دا د دې ښکارندوی کوي چې موږ ښه تولیدات نه لرو او صادرات مو ورو ورو کمېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالرو ته رسېده.
یاده اداره وایي، د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو پرتله ۲۸.۶ ميليونه ډالر کمښت ښيي په داسې حال کې چې د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر زیاتوالی راغلی دی.