د روغتيا نړیوال سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روغتونونو په شمول له ۵۲۰ روغتيايي مرکزونو سره خپلې مرستې محدودوي.
راپور کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت له امله ځینې روغتيايي مرکزونه ښايي کمه او يا هېڅ د روغتيا نړيوال سازمان مرسته ترلاسه نه کړي.
دغه راز په راپور کې اوس وخت کې افغانستان له دوامداره بشري کړکیچ سره مخ بلل شوی او خبرداری یې ورکړی، چې د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو خپریدا به هم ډېره شي.
د راپور یوه برخه:« افغانستان اوس مهال له اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی. میلیونونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د تېرو دوه کلونو پرتله د بې وزلو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. موږ روان کال ۱۲۵میلیون ډالرو بسپنې ته اړتیا لرو، خو د بودیجې کمښت له امله اړ یو چې د روغتونونو په ګډون ۵۲۰ روغتیايي مرکزونه کم او یا هېڅ زموږ ملاتړ ترلاسه نه کړي.»
د روغتیا نړېوال سازمان د مالوماتو له مخې، د دوی کارکوونکو په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې اته میلیونو افغانانو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د راپور یوه برخهه:« په روان ۲۰۲۳ کال کې تمه ده، چې موږ ۱۴میلیونه افغانانو ته روغتیايي مرستې ورسوو. د ۲۰۲۳ کال تېرو شپږو میاشتو کې مو ۸.۴ میلیونه افغانانو ته روغتیايي مرستې رسولي دي.»
ډاکټران په اوسني وضیعت کې د نړیوالو مرستو او په ځانګړي توګه په روغتيايي برخه کې د مرستو کمښت اندېښمنوونکي بولي او وايي، خلک د نورو وختونو پرتله اوس مرستو او لاسنیوي ته ډېره اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د بودیجې کمښت له امله روغتیايي مرستو محدودولو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د سره صلیب نړيوالې کمېټې هم ويلي ول چې په ځینو ولایتونو کې د بودیجې کمښت له امله اړ شوي ۲۵ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو سره خپلې مرستې ودروي.
وموغوښتل چې د روغتیا نړیوال سازمان وروستي راپور په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو خو له نظر شریکولو یې ډډه وکړه.