د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د زمري پر ۲۹ مه» ملت د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویلو د تیر کال په لړ کې د مور او ماشوم د مړينې ۲۶۰ پېښې ثبت شوي چې په ۲۰۲۲ کال د مړينې د پیښو پرتله په کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد ویلي، ۱۴۰۱ کال کې د ټول هېواد په کچه يو ميليون ماشومان هم زیږېدلي دي.
عباد زیاته کړې: « په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۶۰ د مړېنې پېښې ثبت شوي دي، سلنه یې بیا تاسې خپله مالومه کړئ چې د همدې سلنې له مخې دا کچه ډېره راټيټه شوې ده او که له ۲۱ ،۲۲ او ۲۳ کلنو سره یې پرتله کړو نو دا سطحه ډېره کمه شوې او لامل یې دا دی چې موږ الحمدالله ورته رسېدنه کوو. د مور او ماشوم روغتیا او د دوی د مړینې د مخنیوي لپاره معیاري خدمات لرو.»
عباد ویلي، د ماشومانو د ژوند خونديتوب په موخه تیر کال ۱۱ پوليو ضد او ۳ د شري ضد کمپانونه یې ترسره کړي، چې په لړ کې یېد هېواد ۹۹ سلنه ماشومان واکسين شوي دي.
سرپرست وزیر ویلي، له دې کمپاينونو سره سره هم په تیر يوه کال د پوليو ناروغۍ ۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړې:« موږ ته ۳.۶ میلیارده عادي بویجه راکړل شوې وه، چې په هغې کې موږ نږدې ۵۵ سلنه مصرف کړې او ۴۵ سلنه پاتې ده، پرمختیايي بودیجه بې حده زیاته کمه وه، خو په هر ترتیب بیا هم ۵۷۶ میلیونه پراختیايي بودیجه راکړل شوې چې په دې کې ۵۲ سلنه موږ مصرف کړې. موږ ته په ۱۴۰۱ کال کې ټوله ۲.۴میلیارده بودیجه راکړل شوې وه چې په هغې مو۵۴ سلنه مصرف کړې ده. »
د عامې ورغتيا وزارت سر پرست وزیر د روغتيا نړيوال سازمان هغه راپور ردوي، چې ګواګې د افغانستان صحي سیستم له جدي مالي ستونزو سره مخ دی.
د قنلدر عباد په خبره په تیر يوه کال دغه وزارت ته ۴.۲ مليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه ځانګړې شوه چې يوازې ۵۴ سلنه يې مصرف کړې.
هغه زیاتوي:« له څلورو میلیونو څخه ۳ میلیونو ماشومانو ته رسېدنه شوې ده. پخوا به زموږ شمېرې چې واکسین ورته نه کېده نږدې څلور میلیونه ماشومان وو. اوس الحمدالله ۳.۶ میلیونه یعنې څلور میلیونه نویو ماشومانو ته موږ د واکسین پروګرام مخې ته وړی دی.»
د عامې ورغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰زره روغتيايي کارونکي لري چې د دې شمېر ۲۲ سلنه يې ښځينه جوړوي