هغه زیاته کړې:« د پاکستان په زندانونو کې د تحريک انصاف ګوند سولهييزو او بې ګناه ښځينه فعالانو په اړه اندېښمن يم. د پاکستان پر حکومت غږ کوم، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او نيول شوې فعالانې ژر تر ژره له زندانونو خوشې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي هم په پاکستان د بشري حقونو د نقض دوام اندېښمنوونکی بولي او زياتوي، چې د ياد وضعيت دوام کولی شي، پر پاکستان په نړيواله کچه بې باوري رامنځته کړي.
دوی زياتوي، پر پاکستان د بې باورۍ زياتېدو په صورت کې له دې هېواد سره د نړيوالو همکارۍ کمېږي او بلاخره به دا هېواد د يوه ناسم راتلونکي پر لور سوق شي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان هلته د سياسي ناورين مهارولو په موخه له حکومت سره د خبرو وړانديز کړی او په همدې موخه یې يوه ۷ کسيزه کمېټه هم ګومارلې ده.
خو حکومت نوموړي ته د رد ځواب ورکړی او ان د لومړي وزير شهباز شريف د کابينې ځينو غړو ويلي، د خبرو په اړه د عمران خان وړانديز پر ځواب نه ارزي.