د بامیانو ولایتي روغتون مشر ډاکټر عبدي محمد عبدي وايي، دغه روغتون کې د ۱۷۰ زره ډالرو په لګښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
عبدي زیاته کړې،چې دغه دستګاه په يوه ساعت کې څه باندې ۱۶ زره ليتره خالص اکسیجن توليدوي.
د نومړي په خبره، له دې وروسته د باميانو ټولو روغتونونو ته د اړتيا وړ اکسيجن په وړيا توګه رسول کېږي.