د هندي رسنیو راپورونو له مخې، د دغه هېواد مدهیا پردیش ایالت د اندور ښار ته څېرمه یو بس د سړک څنګ له کټارو سره له جنګېدلو وروسته شپږ متره لاندې وچ خوړ ته لوېدلی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

د ځايي چارواکو په خبره، د موټر چلوونکی د پېښې له ځای تښتېدلی دی.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې، په نړیواله کچه په ټرافیکي پېښو کې د انسانانو ۱۱ سلنه مړینې په هند کې پیښیږي، سره له دې چې د نړۍ یوازې یو سلنه موټرونه په هند کې دي.

ددغه راپور پر اساس په هند کې هر کال په منځنۍ کچه ۱۵۰ زره ټررافیکي پیښې رامنځته کیږي او په هرو څلورو دقیقو کې دغه هېواد کې یو کس په ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ