د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو.ایچ.او) د قطر له پرمختایي صندوق سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
یاد سازمان وايي،د ۲.۲ میلیونه ډالرو مرسته،چې د قطر دې صندوق کړې، د افغانستان ۱۱ ولایتونو په ۸۹ روغتیايي مرکزونو کې به له ماشومانو او مېرمنو سره روغتیايي اسانتیاو برابرولو برخه کې مصرف شي.
یاد سازمان زیاته کړې:« د قطر پرمختیايي صندوق او روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ۱۱ ولایتونو اړمنو خلکو سره روغتیايي مرستو په موخه تړون لاسلیک کړ. قطر به ۲.۲ میلیونه ډالره ورکوي، چې هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، زابل، تخار، بغلان، مېدان وردګ، نورستان او پکتیا ولایتونو ۸۹ روغتیايي مرکزونو کې به ماشومانو او مېرمنو سره روغتیايي مرستو لپاره مصرف شي.»
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لو ډیفینګ پر خپله ټویټرپاڼه د قطر له مرستې مننه کړې او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي،چې دا مرسته به یې ظرفیت لوړونه او روغتیايي مرستو رسولو برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
ډیفینګ زیاته کړې:« د قطر له تازه مرستې مننه کوو. دا به زموږ ظرفیت لوړونې کې مرسته وکړي. موږ به وکړی شو،چې د افغانستان اغېزمنو خلکو او په ځانګړي توګه ماشومانو، مېرمنو او پاخه عمر لرونکو سره روغتیايي مرستې وکړو.»