د عامې روغتیا وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست د رهبرۍ او د سرطان کنټرول ملي پروګرام د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې یې د سرطان کنټرول نړیوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې یاد کنوانسیون به په بېلابېلو برخو کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لکه د سرطان د کنټرول لپاره حق غوښتنه، د ملي او نړیوالو ستراتېژیو سره سم د سرطان کنټرول لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو په پراختیا او جوړونه، د سرطان پېښو د کموالي لپاره د ټولنې په کچه د وقايوي ستراتېژیو پراختیا، د پېښو ژر تشخیص، د سرطان تشخیص او درملنې معیاري کول، حمایوي درملنه او نورو برخو کې همکاري کوي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د سرطان کنټرول ملي پروګرام د مسوولینو په هڅو دغه ملي پروګرام له تور لېسته لېرې او د ۲۰۲۳ کال لپاره یې د دې کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
د سرطان کنترول نړیوال کنوانسیون،چې مرکز یې د سویس په جینوا کې دی، د سرطاني ناروغیو د کنټرول تر ټولو پخوانی نړیوال کنوانسیون دی