د افغاني سرې میاشتې له لوري جرمني ته د لېږل شویو ناروغو ماشومانو ۵۰ تنه تر درملنې وروسته د جمعې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال د وري پر ۴مه) بېرته هېواد ته راستانه شول.
دغه ماشومان ځینې یې په اور سخت سوځیدلي وو او یو شمېر د هډوکو د مکروب ناروغي درلوده.
د يادو ماشومانو خپلو کورنیو ته د بېرته سپارلو په اړه په جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص يادو ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنېدو مبارکي وویله او د سولې کلي په نوم د جرمني له خیریه بنسټ یې مننه وکړه.
خالص زیاته کړه،چې د بېرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي پالنه افغاني سره میاشت کوي او په وینا یې دوی ته به وخت پر وخت د اړتیا وړ درمل رسوي.
د مالوماتو له مخې،د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ له ۱۳۶۸ل کال راپدېخوا له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د دغو ماشومانو د درملنې د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتې سره مرسته کوي.