د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد پرون ناوخته د یوه پلاوي پر مشرۍ په رسمي سفر قطر ته تللی دی.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې عباد د یوه پلاوي پر مشرۍ په یوه شپږ ورځني سفر قطر ته تللی دی.
په خبرپاڼه کې د ياد سفر موخه له قطر سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ او افغان ډاکټرانو لپاره د ظرفيت لوړونې په برخه کې د زمينې برابرول ښودل شوي دي.
په دغه سفر کې به په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د همکارۍ او پانګونې په اړه هم خبرې وشي.