د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمېدو ته نه بلکې زیاتېدو ته اړتیا ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې افغانستان دا مهال د ښځینه ډاکټرانو او ښځینه نسایي ولادي متخصصینو له کمښت سره مخ دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتنه شوې،چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو لپاره د طب اکزیت ازموینې نوې نیټه وټاکي.
خو په ورته وخت کې د افغانستان د طبي شورا مسوولین بیا ډاډ ورکوي،چې د تګلارې له تائید وروسته به په دویم پړاو کې د طب پوهنځي په وروستۍ ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورکړل شي.