د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، د یاد ریاست اړوند هډې فارم په لسمه نمره کې د مالټو نږدې ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.

د یادو چارواکو په خبره، د دغو بڼونو په جوړېدو به ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او لسګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د یاد ریاست په وینا، په دې سره به شاړې ځمکې ابادې او د دغه ولایت د مالټو حاصلات به زیات شي.

د مالوماتو له مخې، ننګرهار د مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په کې د ستروسو د نویو بڼونو د جوړېدو چارې ګړندۍ شوې دي.