د افغانستان اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، د روان کال د مرغومي له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۱۳ زره ۹۷۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره ۴۳۲ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲ زره ۵۵۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۰ زره ۹۸۹ ټنه واردات چې ټولټال ۱۰۷ زره ټنه نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد شوي دي.د یادې ادارې په خبره، په دغه موده کې ۶ زره ۶۷۷ ټنه تجارتي توکي چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، له هیواده بهر ته صادره شوي دې.د یادې ادارې مسوولین وايي، هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.د دغو مسوولینو په وینا، د تېر کال په نسبت سږ کال په عوایدو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی او دغه اداره توانېدلې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه ۱ میلیارد ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټولې او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.