Skip to content
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، سږ کال د څه باندې ۴۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۸۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې د مسوولینو په خبره، له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات اوس پای ته رسېدلي خو سږ کال د انارو صادرات ښه او د تېر کال په پرتله زیات وو.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، سږکال د کندهار په مختلفو ولسوالیو کي پر ۱۰ زره جریبه ځمکه انار کرل شوي و.