د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، پاکستان د افغانستان پر ترانزيټي توکو محدودیتونه لګولي چې له امله یې سوداګر له کراچۍ بندر څخه خپل توکي په اسانۍ نه شي لېږدولی.
د یادې خونې په خبره، پاکستان په کال کې ۲ میلیونه ټنه تازه مېوه او خوراکي توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي چې د افغانستان پر ټرانزیټ د پاکستان دا ډول محدودیتونه به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او ترانزیټ منفي اغېزې ولري.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي، د پاکستان دا ډول کړنې له ټولو نړیوالو اصولو سره خلاف دي او هېڅوک حق نه لري چې له دوی څخه انوایس واخلي.