<h4>د نورم سټنډرډ ملي اداره مني، چې په نیمروز کې یې د بې کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه، چې د دې ادارې له معیارونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته ګرځولي دي.</h4> <!--more--> <h4>یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.</h4> <h4>یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي.</h4> <h4> </h4>