د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په اتمه ناحیه کې د ۱۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو د کانکرېټ کېدو چارې پیل شوې دي
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار اړوند د اتمې ناحیې په ملنګ جان مېنه کې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۷ مترو په پلنوالي د یو کیلومتر سړک چارې چې دواړو لورو ته ۲ کیلو متره ویالې هم لري د کانګرېټ کولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست وایي، په دغه سړک باندې ۱۱.۷میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.