د بغلان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د کابل – کندز او کابل – بلخ په لویه لاره یې د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې د لوړ تناژه بار وړونکو موټرو کنټرول زیات کړی، چې له امله یې د ترازو عواید زیات شوي دي.
مسوولین وایي، د یاد ولایت په اړوندو لارو کې یې د لوړ تناژ موټرو کنټرول پیل کړی او هغه بارونه له بار وړونکي موټرو ښکته کوي، چې د ټاکلې معیار څخه لوړ وي او د سړکونو د خرابوالي لامل ګرځي.
د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د مسوولینو په وینا اوس د دغه ولایت د لارو په اوږدو کې بار وړونکي موټر تلل کېږي، چې په میاشتني ډول څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ عواید ترې راټولېږي.