<h4>د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي،په هېواد کې اوس مهال شااوخوا ۵ زره بېلابېلې کارخونې فعالې دي او په ډېری تولیداتو کې افغانستان پر ځان بسیا شوی دی. </h4> <!--more--> <h4>دغه راز مومند زیاته کړې،چې د غیر الکولي مشروباتو، د اوسپیني سیخ او ګڼ نور تولیدات اوس مهال په هېواد دننه تولید کیږي.</h4> <h4>د مومند په خبره، پخوا به زړې اوسپنې له هېواده بهر تللې، خو اوس پر کوردننه ترې په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخېستل کیږي.</h4> <h4> </h4>