Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګر: د زړو افغاني بانک نوټونو له امله ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/29

 وړاندې ناتائید شوي راپورونه ول، چې نوي چاپ شوي،افغاني بانک نوټونه به ژر بازار ته وړاندې شي، خو تر دې دمه یې کوم څرک نه شته دی.

  سوداګر او کوچني کاروباریان وايي،د زړو افغاني بانک نوټونو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

دوی وايي، له افغانستان بانک یې غوښتنه داده،چې ژر تر ژره دې نوې افغاني بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

یو تن سوداګر خپلواک افغان وايي:« افغانستان کې یو اقتصادي وضعیت خراب دی او بله ستونزه د زړو بانک نوټونو ده. په بازارونو کې زړې پیسې ډېرې شوي دي، صرافان یې هم نه اخلي او هټۍ وال یې هم نه اخلي. نورو ولایتونو ته حواله نه کېږي،چې له امله  یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. کومې پيسې چې افغانستان بانک ته راغلي دي، ژر تر ژره دې بازار کې ووېشل شي، ترڅو د خلکو ته دغه ستونزه ورسره هواره شي.» 

له افغانستان بانک مو د نویو چاپ شویو افغاني بانک نوټونو د اندازې او بازار ته د وړاندې کولو د نېټې په اړه وپوښتل، خو کوم مثبت ځواب مو ترلاسه نه کړ.

اخوا د  اقتصادي چارو شنونکي  بیا په دې اند دي،چې افغانستان کې تر ډېره په فزیکي ډول پېسې لاس په لاس کېږي،د نویو چاپ شویو بانک نوټونو  ته اړتیا په‌ کې زیاته ده او باید افغانستان بانک یې ژر تر ژره بازار ته وړاندې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د زړو بانک نوټونو شتون د افغانستان په ډېری بازارونو کې معاملات له ستونزو سره مخ کړي،چې د نویو افغاني بانک نوټونو راتګ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده.» 

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري هم مني،چې افغانستان کې  نغده بازار ته په کتو اړتیا ده،چې نوې پيسې چاپ او بازار ته وړاندې شي.

نوري زیاته کړه:« دا چې په افغانستان کې نغده بازار ډېر دی، دا چاره د دې لامل شوې،چې بانک نوټونه تر وخت وړاندې زاړه شي. افغانۍ ملي پانګه ده، موږ له درنو هېوادوالو غواړو،چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال  یې ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.» 

د افغانستان بانک پخواني مشر وړاندې خبر ورکړی وه، چې درې میلیارده افغانۍ یوه پولنډي شرکت( پي.ډبلیو.پي.ډبلیو) چاپ کړي، چې دوه میلیارده یې شلګون او یو میلیارد یې لسګون دي. 

د افغانستان بازارونو کې د نغدو پیسو راکړې ورکړې حجم ته په کتو واړه نوټونه په درې کلونو کې،خو د پنځه‌سوه ګون او زرګون نوټونه بیا په لسو کلونو کې له چلښته وځي.

غوښتنې دا دي،چې افغانستان بانک بازار ته د نویو افغاني بانک نوټونو وړاندې کولو چاره ګړندۍ کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist