په ایران کې له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د وژل شوې مهسا امیني پر ملاتړ لا هم لاریونونه دوام لري.
۲۱ کلنه مهسا امیني د ایران کوردستان ولایت کې د حجاب نه مراعات کولو په تور د پولیسو لخوا تر نیول کیدو او شکنجې وروسته شفاخانه کې یې ساه ورکړه،چې دغې پيښې په دننه ایران او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.
دغه لاریونونه له لومړۍ ورځې په تاوتریخوالي اوښتي او تازه د ایران د بشر حقونو سازمان ویلي،چې په لاریونونو کې ۳۰۴ لاریون کوونکي وژل شوي دي.
یاد سازمان ویلي،لاریون کوونکي تر هغې پورې ارام نه کیني،چې اسلامي دولت یې نسکور کړی نه وي.
د یاد سازمان په خبره، حکومت چې په رأس کې یې اخوندان دي،له تاوتریخوالي پرته کوم بل څه نه شي کولی.
دغه راز یاد سازمان پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی دی،چې نور د دې ظلم او زور زیاتي مخه ونیسي.
یاد سازمان زیاته کړې:«۵۰ ورځې وروسته د لاریونونو له پیل تر دې دمه له ۳۰۴ زیات لاریون کوونکي وژل شوي دي. ایرانیان د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو لپاره تر بل هر وخت له یوه لوړ هوډ سره خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي. د حکومت غبرګون بیا یوازې تاوتریخوالی دی. نړیواله ټولنه باید د ایران د خلکو د خپلواکۍ له حقه ملاتړ وکړي او د حکومت له خوا د وژلو او د هغوی د ظلم او زور زیاتي مخه دې ونیسي.»
د ایران د بشر حقونو سازمان ویلي، په وژل شویو کې د نجونو په ګډون ۴۱ ماشومان هم شامل دي،چې درې تنه یې افغانان دي.
یاد سازمان زیاته کړې:« د هېواد پر کچه په لاریونونو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو له خوا د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۳۰۴ کسان وژل شوي. د ۴۱ ماشومانو له ډلې ۹ یې نجونې او درې یې بیا افغان ماشومان دي.»
که څه هم تر اوسه پورې د دغو ماشومانو د پېژندنې او یا داسې اسناد چې دقیق عمر یې ترې مالوم شي نه دي ترلاسه شوي،خو د ایران د بشر حقونو سازمان له خوا د دوی د سم عمر ثبتېدو هڅې روانې دي.
بل خوا ویل کیږي،چې د وژل شویو شمیر له دې هم لوړ دی،چې ډېرې یې سیستان، بلوچستان، مازنداران او تهران کې وژل شوي دي او لسګونه امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دي.
ایران کې د مهسا امیني لپاره له عدالت غوښتونکو لاریونوالو نړیوالو بشري سازمانونو او هېوادونو هم ملاتړ اعلان کړی او تازه د امریکا ولسمشرجو بايډن ویلي،چې ایران به ژر ازاد شي.