Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته تر ماتې ورکولو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو 

د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته تر ماتې ورکولو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/18

د افغانستان ازادو سیالیو  لوبغاړی احمد ولي هوتک د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د زمري پر ۴ مه »خپل روسي سیال ته ترر ماتې ورکولو وروسته بېرته هېواد ته راستو شو.

هوتک چې څو ورځې وړاندې يې روسي سیال ته سخته ماتې ورکړه،وايي روغتیايي وضیعت یې اوس ښه دی.

هوتک وايي، سیال مې قوي و، مات مې کړ، ټپونه او دردونه مې درلودل خو د بریا ویاړ او هیواوالو خوښیو مې دردونه هېر کړل.

هغه زیاته کړه:« د دردونو احساس مې کاوه، خو کله چې بریا زما شوه، باور وکړئ، یوه شپه مې سترګې هم کار نه کاوه، خلاصېدله نه، خو بیا هم ډېر خوشاله وم. اصلا مې دې ته فکر نه وه. خپل هدف مې دا وه،چې بریا ترلاسه کړم او افغانان خوشاله کړم. هغه هدف ته چې کله ورسېدم، نو ما د دردونو احساس ونه کړ.»

هوتک وايي، له افغانستانه یې هم د تشویق پيغامونه ترلاسه کړي وو، خو په روسیه کې مېشتو افغانانو هم ستایلی، او سیالۍ لېدو ته لوبغالي ته ورغلي ول.

هوتک زیاتوي:«روسیه کې ډېر تشویق شوم،هلته چې څومره افغانان ول، ټول راغلي ول  او تشویق یې کړم. له سیالۍ وروسته مې هم له هغوی  ډېر پيغامونه ترلاسه کړل،چې واقعا یې خوشاله کړم.»

احمد ولي هوتک چې اوس یې ظاهرآ روغتیايي وضیعت ښه ښکاري، وايي، د پلان له مخې یې دې میاشت کې بله سیالي هم وه،خو د ډاکټرانو په مشوره راتلونکي سیالي  د روان کال سپټمبر میاشت کې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه:« ټاکل شوې وه،چې راتلوونکې سیالۍ مې د اګست پر ۵ مه وشي، دا د ډاکټر له نظره  او خپله مې هم وغوښتل،چې دا سیالي وځنډول شي. انشاء الله راتلوونکې سیالۍ به مې سپټمبر میاشت کې وي.»

د روسي سیال پر وړاندې له بریا وروسته پر کوردننه او بهر د احمد ولي هوتک د ستاینې لړۍ ګرمه وه،خو لوبغاړي په حاکم نظام او سوداګرو غږ کوي،چې مالي او نورو برخو کې ورسره همکاري زیاته کړي،تر څو وکولای شي،افغانستان ته لا نور ویاړونه او لاسته راوړنې راوړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist