د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف قطر ته سفر کړی دی، په اصل کې دی قطر ته غوښتل شوی. د الظواهري له وژل کیدو وروسته نړیوال باوري شول،چې ټولې تروریستي ډلې او ټپلې پاکستان کې روزل شوي دي او الظواهري هم له پاکستانه افغانستان ته انتقال شوی وه،چې د امریکا له لوري ووژل شو او شبهاز شریف به د نړیوالو استازو ته ځواب ورکوي.»
ځینې بیا وايي،اوس قطر او پاکستان دواړو د افغانستان له حکومت مخ اړولی دی،د نجونو د تعلیم او کار پر برخې قطر له افغانستان ګیله لري او همداراز پر ټي ټي پي د لازم فشار د نه راوړلو او سولې ته د هغوی نه هڅولو مسلې له کابله د اسلام اباد ناراضه او خفه کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« قطر او پاکستان دواړو د کابل له حکومت سره ستونزې پیدا کړي دي،د ښځو حقوق او بشري حقونه نه مراعت کول قطر ناراحته کړی دی او پاکستان بیا په دې ترې خفه دی،چې د افغانستان هغه ډول،چې لازمه په تحریک طالبان پاکستان فشار نه راوړي،چې اسلامي اباد سره سوله وکړي.»
انګیرنې دادي،چې د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان له افغانستان سره د خپل مخالفت ستراتیژي بدله کړې او هڅې یې پیل کړي،چې کابل له نړۍ لرې وساتي او افغانستان په نړیواله سیاسي او اقتصادي انزوا کې پاتې شي.
Discussion about this post