Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګر:د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټېدو د توکو بیې لوړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/15

سوداګر او پانګوال وايي، که بازارونو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابت ونه ساتل شي، نو د دې امکان شته، چې د خوراکي او سون توکو بیې تر دې هم لوړې شي.

سوداګر عبدالجبار صافی  وايي:« یو دا دی، چې خصوصاً زموږ د افغانیو قیمت ښکته ځي او دا خپله زموږ پر مواد غذایي او ټولو برخو کې تاثیر اچوي،‍ ځکه له بهره ډېری مواد راځي. دویم دا چې، موږ په سمه توګه پیسې نورو ملکونو ته نشو لېږدولی، لکه مخکې چې څومره غذایي مواد او یا خام مواد راتلل، اوس په هغه کچه پیسې نه شو لېږدولی.»

سوداګر وایي، په سوداګریزو بندرونو کې شته ستونزې، بهر ته د پیسو پر لېږد د محدودیتونو وضع کېدو او د ویزې او پاسپورټ اخېستلو ستونزې هغه موارد دي، چې افغانستان ته یې واردات اغیزمن کړي او سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

سوداګر عبدالنصیر رشتیا وايي:«د بندرونو ستونزه ده، همدا اوس موږ په تورخم، سپین بولدک او انګور اډه کې ستونزې لرو، یانې شااوخوا ۲۵۰۰ کانتینرونه هلته درېدلي دي او پاکستانیان اجازه نه ورکوي، چې کانتینرونه کراچۍ ته انتقال شي، نو چې هره ورځ پرې تېریږي تر ۱۸۰ ډالره پرې ډیمرج راځي.»

له دې سربېره سوداګر ټینګار کوي، چې اسلامي امارت دې له امریکا سره خبرې پيل کړي، چې د افغانستان مرکزي بانک میلیاردونه کنګل شوې پانګه، چې شااوخوا درې میلیارده یې د سوداګرو ده، بېرته افغانانو ته وسپاري.

دوی دا خبرې داسې مهال کوي، چې د جمهوریت پر نسکورېدو سره افغانيو هم د ډالرو مقابل کې خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی، چې دغې چارې په ټول هېواد کې د خوارکي او سون توکو په بیو کې لوړوالی راوستی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist