وړاندې ناتائید شوي راپورونه ول، چې نوي چاپ شوي،افغاني بانک نوټونه به ژر بازار ته وړاندې شي، خو تر دې دمه یې کوم څرک نه شته دی.
سوداګر او کوچني کاروباریان وايي،د زړو افغاني بانک نوټونو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، له افغانستان بانک یې غوښتنه داده،چې ژر تر ژره دې نوې افغاني بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.
یو تن سوداګر خپلواک افغان وايي:« افغانستان کې یو اقتصادي وضعیت خراب دی او بله ستونزه د زړو بانک نوټونو ده. په بازارونو کې زړې پیسې ډېرې شوي دي، صرافان یې هم نه اخلي او هټۍ وال یې هم نه اخلي. نورو ولایتونو ته حواله نه کېږي،چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. کومې پيسې چې افغانستان بانک ته راغلي دي، ژر تر ژره دې بازار کې ووېشل شي، ترڅو د خلکو ته دغه ستونزه ورسره هواره شي.»
له افغانستان بانک مو د نویو چاپ شویو افغاني بانک نوټونو د اندازې او بازار ته د وړاندې کولو د نېټې په اړه وپوښتل، خو کوم مثبت ځواب مو ترلاسه نه کړ.
اخوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې افغانستان کې تر ډېره په فزیکي ډول پېسې لاس په لاس کېږي،د نویو چاپ شویو بانک نوټونو ته اړتیا په کې زیاته ده او باید افغانستان بانک یې ژر تر ژره بازار ته وړاندې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د زړو بانک نوټونو شتون د افغانستان په ډېری بازارونو کې معاملات له ستونزو سره مخ کړي،چې د نویو افغاني بانک نوټونو راتګ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده.»
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري هم مني،چې افغانستان کې نغده بازار ته په کتو اړتیا ده،چې نوې پيسې چاپ او بازار ته وړاندې شي.
نوري زیاته کړه:« دا چې په افغانستان کې نغده بازار ډېر دی، دا چاره د دې لامل شوې،چې بانک نوټونه تر وخت وړاندې زاړه شي. افغانۍ ملي پانګه ده، موږ له درنو هېوادوالو غواړو،چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال یې ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.»
د افغانستان بانک پخواني مشر وړاندې خبر ورکړی وه، چې درې میلیارده افغانۍ یوه پولنډي شرکت( پي.ډبلیو.پي.ډبلیو) چاپ کړي، چې دوه میلیارده یې شلګون او یو میلیارد یې لسګون دي.
د افغانستان بازارونو کې د نغدو پیسو راکړې ورکړې حجم ته په کتو واړه نوټونه په درې کلونو کې،خو د پنځهسوه ګون او زرګون نوټونه بیا په لسو کلونو کې له چلښته وځي.
غوښتنې دا دي،چې افغانستان بانک بازار ته د نویو افغاني بانک نوټونو وړاندې کولو چاره ګړندۍ کړي.
Discussion about this post