Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګرۍ او صنایعو وزارت: له روسیې سره د قرار داد شویو توکو په رارسېدو سره به بیې ټيټې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/05

افغانستان له روسیې سره د دوه میلیونه ټنه تېلو، نیم میلیون ټن ګازو او دوه میلیونه ټنه غنمو قرارداد لاسلیک  کړی دی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي،د دغو توکو په رارسیدو سره به په ټول هېواد کې بیې له ۲۵ تر ۵۰ سلنې راکمې شي. 

جواد زیاته کړه:« د بارګیرۍ چارې یې پیل شوي او په نږدو ورځو کې به افغانستان ته را وارد شي او پر بیو به مثبت تاثیرات ولري.هېله لرو،چې له دې سره به بیې له ۲۵ تر ۵۰  سلنې راکمې شي.»

مسولین او اقتصاد پوهان له روسیې سره قراداد ته هېله ‌من دي،چې په بازار به مثبت اغیز ولري، خو موټر چلوونکي شکایت لري،چې په بازارونو کې د نفتو بیه لوړه ده او وېره لري،که  تازه قرار داد شوي نفت هم راورسیږي،نو د ځینو کړیو له لوري به احتکار شي او پر بازار به هېڅ اغیز ونه لري.

کابل کې یو تن  موټر چلوونکی ګل اغا نور زاده وايي:« د تیلو قرار داد شوی دی،خو په بازارونو کې نه دي ارزانه شوي. اسلامي امارت یې باید مخه ونیسي،موږ نه پوهیږو،چې سوداګر احتکار کوي که څه کوي. خو قیمتونه یې یوازې یوه یا دوه افغانۍ ارزانه شوي.»

په  ورته وخت کې  د سوداګرۍ او صنایعو  وزارت  ویاند عبدالسلام جواد بیا ډاډ ورکوي،چې دا ځل جدي دي،هېچاته به د احتکار اجازه ورنه کړي او پر وینا یې  بازار یې له انحصاره اېستلی دی.

د جواد  په خبره، پلان دا دی،چې له روسیې د نفتو په رارسیدو سره به یې د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي او د هرډول احتکار او خپلسریو مخه به ونیسي.

هغه زیاته کړه:« ملت ته ډاډ ورکوو،چې دا حتکار مسله به نوره هېڅ نه وي،ځکه چې اسلامي امارت پرې کنټرول لري، د خصوصي سکتور په همکارۍ به یې ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته عرضه کړو او وبه رسول شي.»

شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې افغانستان له روسیې سره د یوه کال لپاره د دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټنو نفتو او مایع ګازو او د دوه میلیونو ټنه غنمو قرار داد لاسلیک کړ،چې دا مهال یې د لومړۍ جوپې توکي بارګیري کیږي او تر راتلونکو څو ورځو به هېواد ته راورسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist