Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کانونو او پترولیم وزارت اته کانونه پر قرارداد ورکوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/04

د اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، راتلوونکې میاشت کې به اته کانونه پر قرارداد ورکړي. 

د یاد وزارت ویاند عصمت برهان وايي،دغه اته کانونه چې په هرات او غور کې دي، له ډلې يې د غوري اوسپنې لوی کان هم په کې شامل دی.  

د برهان په خبره، د غوري اوسپنې کان لپاره یې له داخلي او بهرنیو شرکتونو پروپوزلونه راټول کړي او ژر به یې ګټونکي شرکت ته پر قرارداد ورکړي.

برهان زیاته کړه:« د افغانستان پر سطحه باندې اته سترې پروژې، دغه راز د نړۍ پر سطحه،چې یو ستر کان لرو، هغه د غوریان اوسپنې کان دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی. دا کان ۲۰ سلنه ایران او خوشبختانه ۸۰ سلنه په افغانستان کی دی، نو همدغه کان مو اوس اعلاناتو ته سپارلی دی. اعلان مو مخکې ورکړی، شااوخوا ۲۵۰ پروپوزلونه راټول شوي. دغه ۲۵۰ پروپوزلونه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو دي.»  

په ورته وخت کې برهان وايي، اوس مهال يې د هېواد پر کچه نږدې۱۸۰  لویې او وړې پروژې تر کار لاندې دي،چې په کې يو میلیون کسان پر کار بوخت دي. 

هغه زیاته کړه:« اوس مو چې کومې نوې پروژې د سږ کال لپاره شرکتونو ته سپارلي دي، ۱۵۸ د تېر کال وې اوشااوخوا ۲۰ پروژې، چې دا اوس نوی کال د اسلامي امارت د راتګ شروع شوی دی.  شااخوا ۱۷۰ پروژو پر کار پیل کړی دی.  په هره پروژره کې په زرګونه کسان پر کار بوخت دي.»  

د قشقرې د تېلو کان، د لوګر مس عینک کان، د ډبرو سکرو بېلا بېل کانونه او د  لسګونو نورو منرالونو کېندنې هغه څه دي،چې دغه وزارت یې خبر ورکوي. 

برهان وايي:« خپل کلنی راپور مو وړاندې کړ. هغه کلنی هدف چې راته ټاکل شوی وه، له هغه وړاندې تللي وو، نو ۱۴ میلیارده افغانۍ مو عواید درلودل، البته دا له عادي منرالونو ول. ۱۴ میلیونه ډالره عواید مو له نفتو،تېلو او ګازو درلودل. نو دا د هېوادوالو لپاره ډېر څه دي. » 

 د کانونو او پترولیم وزارت د ټول هېواد پر کچه د کانونو د کېندنې برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي او په خبره یې هېچ چاته دې برخه کې د خپل سرۍ او زورواکۍ اجازه نه ورکوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist