Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین او روسیې یو ځل بیا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصیدو غوښتنه وکړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/29

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنیدو  راپدېخوا د نورو ټولو هېوادونو خلاف،چین او روسیې ظاهرا له اسلامي امارت سره په ځینو برخو کې د ملګرتیا او نږدېوالي هڅې کړي. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې چین او روسیه یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادیدو غوښتنې کړې دي.   

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې انا اوستینوا   وايي:« د راپورونو له مخې هغه پیسې چې سویس ته لېږدول شوې دي، افغان چارواکي به ورته لاسرسی ونه لري،بلکې د بشري مرستو په برخه کې به ولګول شي.موږ غواړو تر څو غلا شوې پیسې بېرته افغانانو ته ورکړل شي.» 

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي مرستیال ګنګ شوانګ ههم افغانانو ته د دوی د پیسو په بېرته ورکړه ټینګار  کړی او وایي باید یاده شتمني  دې په اقتصادي بیارغونه کې ولګول شي. 

شوانګ  زیاته کړې:« د افغانستان د مرکزي بانک د اعلامیې له مخې،موږ افغانانو ته د یادو شمتنو د بېرنۍ ورکړې غوښتونکي یو، تر څو هغوی په دغه هېواد کې د بشري بحران په مهارولو کې ورڅخه موثره ګټه واخلي.» 

که څه هم تر دې وړاندې له چین او روسیې سربېره ځینو هېوادونو او بنسټونو د افغانانو د پیسو په آزادولو ټینګار کړی دی،خو لاهم په دې برخه کې د نړیوال بانک مسوولینو مثبت تحرک نه دی لیدل شوی. 

بل لور ته د چارو شنونکي په دې باور دي،چې د دغو زبرځواکو هېوادونو دا ډ‌ول اظّهارات په نړیوالې ټولنې د فشار سبب کیدای شي،چې د افغانانو پیسې ورته وسپاري. 

تر دې وړاندې واشنګټن له خپلو نړیوالو متحدینو سره په همغږۍ د افغانستان له ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ ۳.۵ میلیارډه یې د سویس یوه بانک ته لېږدولې دي او ویلي یې ول،چې دغه پيسې به په افغانستان کې د اړتیاوو پر بنسټ په ځينو برخو کې لګول کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist