• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرزی: پاکستان کې روانه ناامني د یاد هېواد د ناسمو پالیسیو زېږنده ده

کرزی: د افغانستان خلکو شتمني باید خوندي وساتل شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/17

د امريکا متحده ايالاتو هغه پريکړه،چې پر بنسټ یې د افغانستان  له کنګل شوې شتنمي ۳.۵ مليارده ډالر د سويس بانک ته استول کيږي،له سختو غبرګونونو سره مخ ده.

د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ويلي، د دې پريکړې پربنسټ متحده ايالات غواړي، یادې شتمنۍ ته د اسلامي امارت او د افغانستان بانک لاس رسی محدود کړي.

ويسټ زیاته کړې:« دا پیسې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دي او د افغانستان بانک او طالبان به ورته لاسرسی ونه لري. له یو شمیر افغانانو سره به د خلکو د وضعیت د ښه والي په اړه د څېړنو په هدف تماس ونیول شي.» 

دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټوټير پاڼه د امريکا متحده ايالاتو ياده پريکړه غندلې او غوښتنه يې کړې،چې د افغانانو ټوله ګنګل شوې شتمني دې په خوندې توګه وساتل شي.

کرزي زیاته کړې:« د امريکا متحده ایالاتو هغه پريکړه،چې د افغانستان بانګ ګنګل شوې شتمني يې په دوو برخو ويشلې،مخکې مې هم رد کړې وه او اوس يې هم نه منم او ردوم يې. غواړم،چې ياده شتمني په بشپړه د افغانستان د خلکو د مالي خزانې په توګه محفوظه وساتل شي.» 

د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي،چې د امريکا متحد ایالتو دغه پريکړه د افغان ولس د غوښتنو په خلاف عمل دی او د دغو زيرمو لګول يې د افغانستان د اقتصادي ثبات پر وړاندې د امريکامتحده ایالتو منفي اقدام او د ټولو نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه،چې له مخې يې د افغانستان بانک د پولي زېرمو (۳.۵میلیارده ډالر) سویس ته لېږدول کېږي،د نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام دی.

اسلامي امارت د خپلو خلکو لپاره د یوه مسوول حکومت په توګه د دې اقدام له میکانیزم سره خپل واضح مخالفت څرګندوي.

د افغان ولس د خوښې پرخلاف، په نورو چارو کې د دغو زېرمو لګول،د افغانستان د اقتصادي ثبات پرخلاف د امریکا منفي اقدام ګڼل کېږي.

که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پرخلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی،چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي،په افغانستان کې جرمانه کړي او فعالیتونه به یې وربند کړي.» 

د اقتصادي چارو شنونکي د ګنګل شوې شتمنې په اړه د امريکا د متحده ايالاتو وروستۍ پريکړه د هيواد د مالي او بانکي سيتم پر زيان بولي.

د امريکا متحده ایالتو حکومت تیره چهارشنبه پریکړه وکړه،چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه چې ۳.۵ مليارده ډالر کيږي، د افغان فنډ په نوم یو صندوق ته استوي،چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره به ولګول شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist