Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په بلخ کې د افغانسان بانک نوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/15

د بلخ  په مرکز مزارشريف ښار کې د زون پر کچه د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال وږي پر ۲۳ مه» د افغانستان بانک نوې ودانۍ جوړه او رسما ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د بانک دغې ودانۍ پرانېستې په اړه جوړو شویو مراسمو  ته له  مرکز کابله هم یو شمیر چاروکي  ورغلي ول.

د افغانستان بانک مشر حاجي عبدالقاهر ادریس وايي:« هغوی یو کمېسیون ورته ټاکلی دی، چې په افغانستان کې کومه مروجه بانک داري په دې تېرو ۲۰ کلونو کې وه، دا ټوله بانک داري پر اسلامي بانک داري باندې واړوي. خو دا به یو څه وخت ونېسي، پرې دې باندې کار شروع شوی دی، کمېسیون ورته ټاکل شوی دی. هغه کمېسیون پرې دې باندې کار کوي، مخکیني مقررات ګوري،هڅه کوي،چې د اسلامي شریعت په رڼا کې بانک داري ټوله اسلامي کړي.»

د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه د زون پر کچه د افغانستان بانک د څانګې ودانۍ پرانېسته باندې خوښي وښوده او د بانکي سییستم د عادي کیدو غوښتنه یې وکړه.

حمزه زیاته کړه:«  کوم کارونه،چې په بانک کې کېږي، چې هغه د پیسو جمع کېدل دي، د پیسو لېږد دی، یا نور هغه اسناد دي، حوالې دي، تجارتي توکي دي، نو په دې ټولو کې باید هڅه وشي،چې دا د اسلامي دین مطابق واوسي.»

اخوا یو شمېر  د مرازشریف یو شمېر اوسېدونکي له بانکي خدماتو شکایت کوي وایې، په ورځو ورځو بانک کې نوبت ورته نه رسېږي.

دوی وايي، زاړه بانک نوټونه هم لویه ستونزه  ده او له مسوولینو غواړي،چې دغو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د مزارشریف یو تن اوسېدونکی محمد نعیم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې هغه زاړه بانک نوټونه، دلته ډېر شوي دي، چې ان د کارونې وړ نه دي. نو له ا مسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې په دغه برخه کې هم دوی کار وکړي. زاړه بانک نوټونه دي، ټول کړي او پر ځای دې نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.»

دا په داسې حال کې  ده،چې بار بار حکومتي چارواکو په هېواد کې د بانکي سسټمونو ستونزه په حل کېدو خبري او ژمنې کړي،خو د یوه کال په تېرېدو سره دې برخه کې د پام وړ کوم پرمختګ نه دی شوی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist