Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې سږ کال د نورو کلونو پرتله د جلغوزیو حاصلات  کم شوي 

پکتیا کې سږ کال د نورو کلونو پرتله د جلغوزیو حاصلات  کم شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/08

په  سوېل پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یو شمېر کاروباریان وایي، سږ کال یې په ټولییز ډول حاصلات کم دي، خو پر وینا یې بیې یې د تیر کال پرتله لوړې دي. 

د جلغوزیو یو تن سوداګر شوات منګل وايي:«د تېر کال پرتله سږ کال د جلغوزیو حاصلات مختلف دي،ځېنو سیمو کې غوټې ښیې ډکې دي او  ځېنو ځایونو کې بیا ښیې ډکې نه دي.خو ښه خبره دا ده،چې الحمد الله د تېر کال پرتله سږکال بیې ښیې دي.» 

کاروباریان سر له اوسه د جلغوزیو بازار ته اندیښمن دي او وایي، که چین یا نورو هوادونو ته صادر نه شي،د تیر کال په څیر به ګودامونو کې خراب شي. 

د جلغوزیو یو تن سوداګر محمود وايي:« نورو کلونو کې د جلغوزیو غوټې ډکې وې. د سوداګرۍ برخه یې هم ښه وه،ځکه له چین، پاکستان او نورو هېوادونو سره قراردادونه ول،خو د سږ کال مالومات له نه شته دی،چې قرار داد یې څنګه دی او سیسټم به یې څنګه پر مخ ځي.» 

د جلغوزیو غوټو د غوڅولو له پیل سره ګڼو کسانو ته لنډ مهاله  د کار زمېنه برابره شوې ده.

یو تن کاریګر وايي:« الحمد الله کاروبار ښه دی. د غوټو پرېکول یو څه سخت دي، خو بیا هم خوښ یو، کاروبار مو روان دی. سږ کال هېڅ پیسې نه شته دي.» 

هلته د جلغوزیو د غوټو غوڅول تر ډېره په غیر مسلکي ډول ترسره کېږي او دا چاره د راتلونکې کال پر حاصلاتو هم اغیز کوي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی رحمن خاکسار وايي:« زه پر هېوادوالو غږ کوم،چې د جلغوزیو غوټو پرېکولو پر مهال ډېر احتیاط وکړي،ځکه دا خو زموږ د پکتیا لپاره ډېر قیمتي شی دی.» 

سوداګر وایي،سږنۍ سودا یې ځکه تاوان کوي،چې د ورښتونو له کبله د غوټو سریښ ختم شوی او د ډېری غوټو جلغوزي له غڅولو مخکې پر ځمکه لویږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist