Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو  ډالرو مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/14

امریکا ویلي،له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو مرسته کوي،چې ۴۰ میلیونه به یې د یونیسف له لورې  د ښوونې په برخه کې ولګول شي.

د  اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اند  دي،چې د دغو ډول مرستو پرځای باید هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي،ترڅو خپل عواید په خپله پيدا کړي.

د صنعت کارانو ټولنې مشر جبارساپی وايي:« زما غوښتنه له اسلامي امارت  او په ځانګړي ډول  له  مرسته کوونکو که هغه امریکا ده او که نړیوال  دي،چې پر هغه پروژو افغانستان کې پانګه وکړي،چې هغه کې زموږ  د خلکو لپاره کار پیدا شي او زموږ د اقتصاد ملاتړ وشي او موږ له اقتصادي ناورینه ووځو.» 

بل لور ته بیا ځینې په دې باور دي،چې لویو پروژو  باندې باید کار پیل شي،ترڅو اقتصادي برخه تقویه شي.

د اقتصادي کارپوه نور الله عزیز وايي:« که چېرته د دغو مرستو لړۍ بهیر په هغو برخو باندې متمرکز شي، کوم چې تولیدي اقتصاد تقویه کوي، نو دا به وکولای شي،تر ډیره بریده خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. په کومه اندازه،چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي،خلک کولای شي د خپلو عوایدو په مرسته باندې پر دوام داره توګه د ژوند اساسي ضرورتونه پوره کړي.» 

له افغانستان سره د نړیوالو او امریکا له خوا د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری مرستې وشوې،چې د اقتصادي چارو کارپوهان دغه ډول مرستې د افغانانو او هېواد لپاره دایمي حل نه بولي او زیاتوي،چې د مرستو پرځای دې په لویو بنسټیزو پروژو پانګونه وشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist